Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ته د بهرمېشتو افغانانو راغلی پلاوی: د ا.ا چارواکي وایي، د ستونزو حل لپاره به نور ګامونه هم واخلي

کابل ته د بهرمېشتو افغانانو راغلی پلاوی: د ا.ا چارواکي وایي، د ستونزو حل لپاره به نور ګامونه هم واخلي

author avatar
30 Apr 2024 - 18:12
کابل ته د بهرمېشتو افغانانو راغلی پلاوی: د ا.ا چارواکي وایي، د ستونزو حل لپاره به نور ګامونه هم واخلي
author avatar
30 Apr 2024 - 18:12

کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۳): کابل ته د بهرمېشتو افغانانو راغلی پلاوی وایي، د سفر پر مهال یې د ا.ا له مشرانو سره د نجونو ښوونځيو پرانیستو، د قوانینو تشې ډکېدو او ټول‌منلي نظام جوړېدو په اړه خبرې کړي او مشران هم په ډېرو مواردو کې ورسره موافق دي، ویلي یې دي چې واردمخه يې هم ځيني عملي ګامونه اخیستي دي.

کابل ته د یو شمېر بهرمېشتو افغانانو د ۱۲ ورځني سفر د پایلو راپور کې راغلي چې «د نجونو د زده‌کړو ملي کمپاين» د غړو او ګڼ شمېر هېوادوالو له بيا بيا غوښتنو سره سم د اروپا له بېلابېلو هېوادونو څخه د يو شمېر افغاني ټولنو او بنسټونو مشرانو او استازو وپتیيله چې د خپلو هېوادوالو او په ځانګړې توګه د بهر مېشتو افغانانو هيلې، غوښتنې، اندېښنې او وړانديزونه د اسلامي امارت تر مشرانو ورسوي.

سرچینه زیاتوي چې په همدې موخه له برتانيې، جرمني، اتريش، سويډن او بلجيم څخه دوولس کسيز پلاوی چې دوې مېرمنې هم په کې وې، د روان کال د وري په ۲۶مه کابل ته راغی.

په راپور کې راغلي چې یاد پلاوي د ریيس‌الوزرا له سياسي او اداري مرستيالانو او اوو وزیرانو په ګډون د اسلامي امارت له ۱۵ چارواکو، د سوداګرۍ خونو له مشرانو، ملي پانګوالو او یو شمېر مهمو ملي، ټولنيزو او قومي شخصیتونو او مخورو او افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ (يوناما) له مسوولينو سره لیدلي دي.

سرچینه زیاتوي چې د اسلامي امارت مسئوولينو د پلاوي ډېر تود هرکلی او درناوی وکړ او په ورين تندي او حوصلې يې د هغوی خبرو، نيوکو، او وړانديزونو ته غوږ ونيوه او خپل نظريات او معلومات يې ورسره شريک کړل.

په راپور کې راغلي: «موږ په افغانستان کې د سرتاسري امنيت ټینګېدو، د زورواکو او مافيا له منګولو څخه د هېواد ژغورل کېدو، تر ډېرې کچې د فساد مخنيوي، د مخدره توکو د کښت، قاچاق او استعمال د مخنيوي او د معتادينو د درملنې، پولي ثبات او له کورنيو عوايدو د يو شمېر بنسټيزو پروژو د پيل هرکلی کوو او د ستاینې وړ يې ګڼو.»

راپور کې راغلي، د دې لپاره چې په افغانستان کې د سولې، ثبات او پرمختګ لاسته راغلي فرصتونه بيا له لاسه ونه وځي، د اسلامي امارت مشرتابه دې لاندې ټکو ته جدي پاملرنه وکړي:

۱ – د ولس او نظام ترمنځ موجود واټن بايد له منځه لاړ شي او د يوه ټول‌منلي نظام جوړېدو لپاره اساسي ګامونه واخېستل شي. د افغانستان ټول ولس که له هر قوم، سمت يا قشر څخه وي، بايد په نظام کې ځان ووينې او د مالکيت احساس وکړي.

۲ – دا تجربه چې يو شمېر ډلو او افرادو په تېرو دريېو لسیزو کې هڅه کوله د جهاد او مقاومت په نوم واک او امتيازات انحصار کړي، بايد بيا تکرار نه شي. دا افغان ملت و چې په تېره څه باندې يوه پېړۍ کې د دريېو زبرځواکونو يرغلونه په ډېره مېړانه او قربانيو مات کړل. زموږ په اند ټول ملت مجاهد دی او مجاهدين د ملت بچيان دي. نور بايد دا ملت د مجاهد او غيرمجاهد په نوم ونه وېشل شي.

۳ – تېر پنځه څلوېښت کاله د پرله پسې نظامي، استخباراتي، ايډيالوژيک او فرهنګي يرغلونو له کبله په بېلابېلو نومونو د ولس د وېش او نفاق لپاره کار شوی. د دې لپاره چې ډاډمنې سولې او ثبات ته ورسېږو، پراخې ولسي روغې جوړې او ملي پخلاينې ته اړتيا ده. په ولس کې د اتحاد، اتفاق، باور جوړولو او زړونو ګټلو لپاره بايد په ملي کچه خبرې پيل شي. په تېرو جګړو کې ټول ملت په بېلابېلو ډولونو او له بېلابېلو اړخونو زيانمن شوی او د دې وخت دی چې ټول ملت يو بل ته عفوه وکړي.

۴ – د يوه باثباته او ټول‌منلي نظام لپاره اړتيا ده چې د سرپرست حکومت خبره حل شي، د نظام د مشروعيت پر میکانيزم او لارو چارو کار وشي او د ملت د ارادې تمثيل ته زمينه برابره شي. کېدای شي په دې اړه يوه رښتينې لويه جرګه جوړه شي او يا دې ته ورته ميکانیزم څخه کار واخيستل شي. د دې ترڅنګ د قوانينو تشه بايد ډکه شي، اساسي قانون او نور قوانين وضع او تصويب شي او په راتلونکي نظام کې مسلکي کدرونو ته د خدمت موقع ورکړل شي.

۵ – د مهاجرت پر عواملو بايد ډېر تمرکز وشي او په هېواد کې داسې چاپېريال او شرايط رامنځته شي چې هر څوک د رواني، اقتصادي او فزيکي امنيت احساس وکړي او نه يوازې څوک د مهاجرت په اړه فکر ونه کړي، بلکې په سيمه کې زموږ لالهانده هېوادوال هم بېرته راستانه شي.

۶ – د بهر مېشته هېوادوالو له علمي، تخصصي او اقتصادي ظرفيتونو څخه بايد د هېواد ابادۍ او پرمختګ په لاره کې ګټه واخيستل شي او له افغاني ډياسپورا سره د اړيکو پر ځانګړي ميکانيزم کار وشي.

۷ – زموږ د خبرو تر ټولو مهم ټکی د نجونو پر مخ د تړلو ښوونځيو پرانيستل و. زموږ په اند د نجونو پر زده کړو بنديز د ولس د پراخې نارضايتۍ، له نړيوالې ټولنې سره د تقابل، د پراخو مهاجرتونو او د ګڼ شمېر نورو سياسي، اقتصادي او ټولنيزو ستونزو اصلي لامل دی او حتی کېدای شي د سولې، ثبات او خپلواکۍ طلايي چانس له منځه يوسي. موږ په دې خبره ټينګار وکړ چې که په لوېديځ کې د افغانانو راتلونکي نسلونه خپل هويت، فرهنګ او عقيده له لاسه ورکوي، مسئووليت به يې د تېرو نظامونو او اوسني حکومت د مشرانو پر غاړه وي. زموږ په اند په چاپېريال يا نصاب کې د ستونزو له کبله د ښوونځيو تړل د منلو وړ نه دي او که په کومه برخه کې جدي ستونزه وي، له ملت سره بايد حقايق شريک شي او مرسته ترې وغوښتل شي. موږ غوښتنه وکړه چې نه يوازې د نجونو ښوونځي بايد سمدستي پرانيستل شي، بلکې هغو جګړه‌ځپلو او وروسته پاتې سيمو ته چې دا پنځه څلوېښت کاله له تعليم څخه بې‌برخې دي، ځانګړې توجه وشي او د نجونو او هلکانو ښوونځي جوړ شي.»

په راپور کې راغلي چې له مشرانو سره د تقاعد ورکولو، د ځوانو او مسلکي کدرنو استخدامولو، ښځو ته د خيرات پر ځای د کاري زمينې برابرولو او بېرته پر خپلو کارونو ګومارلو، ښځينه قاضيانو او څارنوالانو ته د معاش ورکولو، د پخوانيو نظامي کدرونو جذبولو او په ځانګړې توګه له ګاونډيو هېوادونو څخه د هغوی د بېرته راستنېدو په اړه هم خبرې وشوې.

سرچینه زیاتوي: «په مجموع کې مشرانو زموږ خبرې ډېرې په دقت واورېدې او په اکثرو مواردو کې نه يوازې له موږ سره موافق وو، بلکې ډاډ يې راکړ چې واردمخه يې ځينې عملي ګامونه اخیستي او نور ګامونه به هم اخلي. مشرانو د ستونزو د حل په اړه خپل نظريات شريک کړل او د هغو پرمختګونو په اړه يې هم تفصيلي معلومات او ارقام وړاندې کړل چې په تېرو دوه نيمو کلونو کې ترسره شوي دي.»

د راپور له مخې، د نجونو د ښوونځيو په اړه که څه هم دوی بريالي نه شول چې هېوادوالو ته په دې سفر کې د پرانيستو زېری ولري، خو مشرانو کلکې ژمنې ورسره کړي چې دې ستونزې ته به په لنډ وخت کې د حل لاره پيدا کوي.

د هغوی د څرګندونو له مخې، مشرانو ورسره په لیدنو کې ټينګار کړی چې دوی نه يوازې خپلو هڅو او سفرونو ته دوام ورکړي، بلکې نور هېوادوال هم وهڅوي چې هېواد ته راشي او له دوی سره ليده کاته ولري.

یادو بهرمېشتو افغانانو لیکلي، د هغوی جرګه‌ګۍ پرېکړه وکړه چې دا بهیر به غځوي او پراخوي او تر هغو به خپلو هڅو ته دوام ورکوي چې د ولس اساسي غوښتنې ومنل شي.

سرچینه زیاتوي: «زموږ په اند له خپلو هېوادوالو سره په خپل هېواد کې له هر ډول بهرنۍ اجنډا پرته خبرې، د ستونزو د حل تر ټولو غوره لار ده. هيله ده زموږ بهرمېشتي هېوادوال له خپلو رغنده نظرياتو او وړانديزونو سره د دغه بهير ملاتړ او ملتيا وکړي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.