ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کار نړۍوال سازمان: هر کال نړۍ کې ۸۶۰ زره کارګر د هوا ککړتیا له امله مري

د کار نړۍوال سازمان: هر کال نړۍ کې ۸۶۰ زره کارګر د هوا ککړتیا له امله مري

author avatar
30 Apr 2024 - 16:46
د کار نړۍوال سازمان: هر کال نړۍ کې ۸۶۰ زره کارګر د هوا ککړتیا له امله مري
author avatar
30 Apr 2024 - 16:46

مزارشریف (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۳): شمال کې د کار نړۍوال سازمان مسوولین وایي چې هر کال په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۸۶۰ زره کارګر په خپلو کاري سیمو کې د هوا ککړتیا له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

مزارشریف کې د کار نړۍوال سازمان یا ILO له خوا نن د مې لومړۍ نېټه د کار او کارګر او د اپرېل ۲۸مه نېټه د کاري خوندیتوب او روغتیا نړۍوالې ورځې ونمانځل شوې.

په دې غوڼده کې د یاد سازمان د ماشومانو کار له منځه وړلو او د کاري خوندیتوب او روغتیا برخې مسوول عبادالله احمدي وویل، د هوا ککړتیا یو له هغه مهمو موضوعاتو ده چې نن سبا کارګر یې له جدي خطر سره مخ کړي دي.

هغه زیاتوي چې هر کال په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۸۶۰ زره کارګر په خپلو کاري سیمو کې د هوا ککړتیا له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

هغه دغه راز زیاته کړه چې هر کال ټوله نړۍ کې دوه اعشاریه څلور میلیارده کارګر له بې کچې تودوخې سره مخ دي او له امله یې کارګر پر ګڼو جلدي ناروغیو اخته کېږي.

دی وایي، د کار نړۍوال سازمان لپاره د دغو پېښو مخنیوی لومړیتوب لري او په دې برخه کې کنټرول او اقدامات کولای شي دغه پېښې راکمې کړي.

په همدې حال بلخ کې د کارګروانو اتحادیې رییس محمدحسن کامران په کاري سیمو کې د کارګرانو مصوونیت او بیمه د هغوی حق ګڼي او له اسلامي امارته غوښتنه کوي چې کارګرو ته د کارموندنې برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.

هغه دغه راز غوښتنه کوي که حکومت دولتي فابریکې بیاورغوي له دې لارې کولای شي ډېرو کارګرو ته کاري فرصتونه برابر کړي.

بلخوا د بلخ کار او ټولنیزو چارو رییس عبدالرحیم قانت وایي، دغه ریاست تېر ۱۴۰۲ کال بلخ کې ۶۰۴۸ داخلي او ۳۷۵ بهرنیو وګړو ته د کار جوازونه ورکړي دي.

هغه وایي چې اسلامي امارت هڅه کوي څو خلکو ته کاري زمینه برابره کړي او له خصوصي سکټور او نړۍوالو بنسټونو یې غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.

په داسې حال کې په افغانستان کې د کار نړۍواله ورځ نمانځل کېږي چې ډېر کسان د کار له نشتوالي شکایت کوي او په دې برخه کې د اسلامي امارت او نړۍوالو بنسټونو جدي پاملرنه غواړي.

Views: 29

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.