زرنج (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۳): د نیمروز ځایي سرچینې وایي چې د خیاطانو له لوړو بیو او د دغه ولایت د اوسېدونکو له شکایتونو وروسته، هغوی ته نرخپاڼې برابرې شوي او باید خیاطان د هغو مطابق عمل وکړي، له دې پرته له سرغړونکو سره قانوني چلند کېږي.
د نیمروز د صنعت او سوداګرۍ ریاست د صنعتي پارکونو امر محمداسحاق جویا پژواک خبري اژانس ته وویل: «د خیاطانو له لوړو بیو د خلکو له شکایتونو وروسته، د ولایت مقام یوه کمېټه چې د صنعت او سوداګرۍ ریاست، ښاروالۍ او امنیې قوماندانۍ له ادارو جوړه شوې، ټاکلې او توظیف کړې یې ده څو په عمومي ډول د بازار له قیمتونو نظارت وکړي.»
هغه وایي، دې کمېټې چې کوم نظارت له بازاره درلود څرګنده شوه چې د رخت او د هغه د ګنډلو بیه لوړه ده او خلک د کالیو د ګنډلو وس نه لري.
د هغه په خبره، دغې کمېټې ټولو برخو ته لکه خیاطانو او رخت پلورونکو ته ځانګړې نرخپاڼې ټاکلي او کسبګر مکلف دي چې هغه د دوکان دننه نصب کړي او د هغه مطابق اجرات وکړي.
هغه وویل: «د دې نرخپاڼې له مخې د ساده کالیو ګنډلو بیه ۲۰۰ او ۲۵۰، د اعلی کالیو ګنډلو ۴۰۰، د ماشومانو د کالیو ګنډلو بیه له ۱۲۰ تر ۱۵۰ افغانیو پورې ټاکل شوې ده.»
نوموړی دغهراز وایي چې د دې نرخپاڼې مطابق رخت پلورونکي هم مکلف دي چې په هر متر کې ۱۰ سلنه ګټه واخلي.
د نیمروز د صنعت او سوداګرۍ ریاست د صنعتي پارکونو امر وایي، که له دې نرخپاڼې سرغړونه وشوه نو له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.
د دغه ولایت ځيني اوسېدونکي د دغو نرخپاڼو د ټاکلو هرکلی کوي او وایي چې مخکې له دې د خیاط چې څنګه به زړه و په همغه ډول یې اجوره اخیسته.
د زرنج ښار یوه اوسېدونکي عزتالله نوروزي پژواک ته وویل چې سږ کال روژې میاشت کې د خیاطانو اجوره لوړه شوې وه.
هغه وویل: «مخکې په ټولو خیاطیو کې د کالیو ګنډلو بیه ارزانه او یو شان وه، خو د روژې په میاشت کې د کالیو ګنډلو بیه درې برابره لوړه شوې وه، تر اوسه بېرته عادي حالت ته نه ده راګرځېدلې، دې شرایطو کې خلک قطعاً د رخت اخیستو او ګنډلو وس نه لري.»
نوموړي د دغو نرخپاڼو توزیع ستایلې او ویې ویل چې مخکې د یوې جوړې کالیو ګنډلو بیه ۲۰۰ افغانۍ وه خو مخکې له اختره دوه درې برابره لوړه شوې وه.
دغهراز د دغه ولایت د کنګ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي صدیق د دغه ولایت د مسوولینو له یاد اقدامه هرکلی وکړ او ویې ویل: «یو متر تکه په ۱۰۰ افغانیو اخلم چې څلور متره ۴۰۰ افغانۍ کېږي، خو د ګنډلو بیه یې له ۵۰۰ تر ۶۰۰ افغانیو پورې ده چې موږ غریب خلک یې وس نه لرو.»
دغو دواړو سرچینو هیله وښوده چې دا نرخپاڼې عملي شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP