فیضاباد (پژواک،۱۱ غویی ۱۴۰۳): بدخشان کې محلي مسوولین وايي، د فیضاباد - ولسوالۍ پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله شپږ کسان ټپیان شوي دي.
د بدخشان امنیې قوماندانۍ د ترافیکو عمومي مدیر قاري ګلبدین پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار د فیضاباد – کشم ولسوالۍ پر لویهلار د پرادو موټر له سړکه وتلی او چپه شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، یاده پېښه کې شپږ کسان ټپیان شوي دي.
هغه زیاتوي، د پېښې ټپیان د درملنې په موخه د کشم ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي او د پېښې لامل د موټرچلوونکي بېاحتیاطي او ډېر سرعت ښودل شوی دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن