ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

م.م: امریکا کې د فلسطین له ملاتړو لاریون‌والو سره د پولیسو چلند اندېښمنوونکی دی

م.م: امریکا کې د فلسطین له ملاتړو لاریون‌والو سره د پولیسو چلند اندېښمنوونکی دی

author avatar
1 May 2024 - 11:07
م.م: امریکا کې د فلسطین له ملاتړو لاریون‌والو سره د پولیسو چلند اندېښمنوونکی دی
author avatar
1 May 2024 - 11:07

کابل (پژواک، ۱۲ غويی ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، ملګرو ملتونو امریکا کې د فلسطین له ملاتړو لاریون‌والو سره د پولیسو پر چلند اندېښنه ښودلې او لاریون‌والو د کلمبیا پوهنتون «هامیلتون» تالار ته په ننوتو د ويتنام جګړې يادونه تازه کړي دي.

د امریکا غږ د راپور له مخې، په وروستیو میاشتو کې په امریکا او یو شمېر اروپايي هېوادونو کې د فلسطینیانو په ملاتړ لاریونونه پیل شوي، خو په رسنیو کې یې په اړه ډېر راپورونه خپاره نه شول.

سرچینې لیکي چې د امريکا په تعليمي ادارو کې د محصلينو لاريونونه د لومړي ځل لپاره د نيويارک ښار له کولمبيا پوهنتون څخه پيل او په چټکۍ سره نورو پوهنتونونو ته وغځېدل.

په خبر کې راغلي چې تېره ورځ د کولمبیا پوهنتون چارواکو زده‌کوونکو ته خبرداری ورکړ چې د تحصن خیمې پرېږدي، که نه زده‌کړې به يې وځنډوي.

یورونیوز لیکلي: «د ویتنام د جګړې یاد تازه شو؛ د غزې پر جګړه اعتراض کوونکي نیویارک کې د کلمبیا پوهنتون هامیلټون ودانۍ تصرف کړه.»

سرچینه زیاتوي چې اعتراض کوونکو یاده ودانۍ وروسته له هغه تصرف کړه چې د یاد پوهنتون چارواکو ورته د تحصن خیمو د ټولولو امر وکړ.

د راپوروانو له مخې، هامیلتون تالار هغه تالار دی چې د کولمبیا پوهنتون محصلینو په ۱۹۶۸ زېږديز کال کې د ویتنام جګړې پر وړاندې په کې اعتراض کړی و.

د امریکا غږ د راپور له مخې، ، د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ولکر ترک ویلي: «زه اندېښمن یم چې په یو شمېر پوهنتونونو کې قانون پلي‌کوونکو غیر متناسب اقدامات کړي دي.»

هغه ویلي، د بیان ازادي او په سوله‌ییزه توګه د خلکو ټولېدل د یوې ټولنې لپاره بنسټیز حق دی، «په ځانګړې توګه کله چې د لویو مسایلو په اړه اختلاف موجود وي.»

راپورونه ښیي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن هم له دې وړاندې ویلي وو چې د لاريون‌کوونکو د بیان ازادۍ له حق څخه ملاتړ کوي، خو سپینې ماڼۍ د یهودانو ضد او له کرکې ډکو څرګندونو سره مخالفت څرګند کړی دی.

امریکا غږ لیکي چې د ټکساز ایالت په اسټین کې، د ټکساز په پوهنتون کې پولیسو له لاريون‌کوونکو سره په شخړه کې د هغوی د خپرولو لپاره اوښکې بهونکی ګاز شیندلی، د بلوا ضد پولیسو د اعتراض‌کوونکو خیمې نړولي او یو شمېر یې نیولي دي. سرچینه زیاتوي چې د دې پېښې انځورونه د نړۍ په کچه لیدل شوي چې د ویتنام د جګړې ضد مظاهرو یاد یې تازه کړی دی.

سرچينه زياتوي چې د فلسطينیانو په ملاتړ د لاريونونو په ترڅ کې په ټوله امريکا کې څه باندې ٣٥٠ تنه نيول شوي دي.

د اسرائیلو او حماس ترمنځ جګړه کې چې له شاوخوا اوو میاشتو راهیسې روانه ده، د غزې د روغتیا وزارت د چارواکو په وینا، شاوخوا ۳۵ زره فلسطینیانو چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، ژوند بایللی دی.

Views: 42

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.