غزنيښار (پژواک، ۱۲ غویی ۱۴۰۳): د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د خلکو په اته اعشاریه پنځه میلیونه افغانۍ لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې.
د جاغوري ولسوالۍ د علیاتو شغله سیمې یوه اوسېدونکي نصرت پژواک ته وویل چې نن په دې سیمه کې د خلکو په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
هغه زیاته کړه چې پر یاد ښوونځي ۸،۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او چارې به یې د راتلونکو شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
ده وویل، له ستونزو د خلاصون یوازنۍ لار زدهکړې دي نو دوی غواړي چې دغه ښوونځی له ټولو اړینو اسانتیاوو سره سم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپاري.
هغه زیاته کړه: «موږ د خپلو زامنو ترڅنګ غواړو چې ټولې نجونې مو هم زدهکړې وکړي.»
دغه راز د دې سیمې یوه زدهکوونکي عباس پژواک ته وویل چې تر اوسه د دوی ښوونځي ودانۍ نه لري خو اوس ورته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د غزني پوهنې رییس نصیراحمد حسیني پژواک ته وویل، یاد ښوونځي ودانۍ نه درلوده خو اوس د سیمې د خلکو له لوري ورته ودانۍ جوړېږي.
هغه د غزني د نورو سیمو له خلکو هم غوښتنه وکړه چې د علیاتو شغله سیمې د خلکو په څېر دې خپلو اولادونو ته د زدهکړو زمینه برابره کړي.
د مسوولینو معلوماتو له مخې، دغه لېسه چې په ۱۳۴۵کال کې تاسیس شوې، د نجونو او هلکانو په ګډون شاوخوا ۵۰۰ زدهکوونکي لري چې د ۱۵ استادانو له خوا ورته تدریس کېږي.
د معلوماتو له مخې، دغه ښوونځی پر څه باندې پنځه جریبه ځمکه په پاخه او اساسي ډول په دوو پوړونو کې جوړېږي چې ۱۶ درسي خونې، دوه اداري خونې، یو کمپیوټرلب، یو کتابتون، یو تحویل خونه او د لوبو لپاره به ځانګړی ځای ولري.
Views: 103
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن