ترینکوټ (پژواک، ۱۲ غویی ۱۴۰۳): د اروزګان د تخنیکي او مسلکی زدهکړو امریت له لوري د اسلامي امارت څه کم ۷۰۰ نظامیانو ته نن د ۱۸ میاشتنیو زدهکړو لړۍ پیل شوه.
اروزګان ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو امر مولوي محمدیعقوب وايي، د اسلامي امارت د رییسالوزرا د ځانګړي حکم پر اساس یې دغه ولایت کې د اسلامي امارت ۶۷۷ تنو نظامیانو ته په تخنیکي او مسلکي برخو کې د ۱۸ میاشتنیو زدهکړو لړۍ پیل کړه.
هغه نن یاد ولایت کې په همدې موخه جوړې شوې غونډې ته وویل، ټول هغه «مجاهدین» چې د دوی له لوري په اخیستل شوې ازموینه کې بریالي شوي، په دې پروسه کې شامل دي.
نوموړي وویل، له دې یونیم کلنې ښوونیزې دورې فارغېدونکو ته به د دوولسم او څوارلسم ټولګیو د فراغت سندونه ورکړل شي.
ورته مهال د دغه ولایت امنیه قوماندان مولوي محمدرفیق خادم له یاد شمېر نظامیانو وغوښتل چې دغه ښوونیزه دوره په سم ډول بشپړه کړي او ګټه ورڅخه واخلي.
په همدې حال کې دې ښوونیزې دورې ته بریالي شوي کسان وايي، خوښ دي چې د حکومت له لوري ورته د عصري زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
د یادونې ده چې له دې مخکې هم دغه ولایت کې یو شمېر نظامیانو ته په بېلابېلو برخو کې زدهکړې ورکول شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP