بامیان (پژواک، ۱۲ غویی ۱۴۰۳): بامیان کې ځایي مسوولین وايي، ششپل کاروانسرای د دغه ولایت یوه لرغونې سیمه ده او د ۳،۵ میلیون ډالرو په لګښت بیارغول کېږي.
د بامیان د والي ویاند عبدالصبور فرزان سیغاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د «فېروزکوه» موسسې عمومي رییس نن د بامیان له والي سره په لیدنه کې ژمنه وکړه چې د بامیان په مرکز کې د «ششپل» په نوم لرغونې سیمه به ژر تر ژره بېرته ورغول شي.
هغه زیاته کړه، د فېروزکوه موسسې عمومي رییس په دې لیدنه کې څرګنده کړه چې د یادې لرغونې سیمې د بیارغولو چارې د ۳،۵ میلیون ډالرو په لګښت له ګواښ سره مخ مېراثونو د ساتنې نړۍوال سازمان (ALIPH) په ملاتړ پیلېږي.
د هغه په خبره، نږدې راتلونکي کې د اطلاعتو او فرهنګ وزارت تر څارنې لاندې د یادې تاریخي سیمې بیارغونه پیلېږي او ټاکل شوې چې په راتلونکو پنځو کلونو کې په بنسټیز ډول په دوو فازونو کې ورغول شي.
د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي هم په یاده لیدنه کې له دې موسسې مننه وکړه او ویې ویل، د بیارغولو او انکشافي پروژو پلي کولو لپاره بشپړ امنیت تامین دی او ځایي ادارې هڅه کوي چې دغه ولایت کې د موسسو دفترونو او کارکوونکو ته هیڅ ډول امنیتي ستونزه رامنځته نه شي.
دغهراز، د بامیان والي د دغې خیریه موسسې له عمومي مسوول څخه غوښتي چې د یادې پروژې پلي کولو په برخه کې پوره هڅه وکړي او راتلونکي کې لا ډېرې تاریخي سیمې ورغوي.
ورته مهال، بامیان کې پنځه کاروانسرای چې د لرغونپوهانو لکه «محمدعظیم عظیمي» په باور یې لروغونتیا دویم میلادي کال ته ورګرځي، وروستیو کلونو کې ویجاړ شوي او د مسووله بنسټونو له لورې ورته پاملرنه نه ده شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP