Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سمنګان کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۲ کلنه دښمني پای ته ورسېده

ایبک (پژواک، ۱۲ غویی ۱۴۰۳): سمنګان کې سیمه‌ییز مسوولین ‎وايي، په دغه ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۲ کلنه دښمني د سیمه‌ییزو مسوولینو ‎او قومي مشرانو په هڅو پای ته ورسېده.

د سمنګان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي فېروزالدين منيب پژواک خبري اژانس ته وويل، یاده دښمني چې ۱۲ کاله مخکې د دغه ولايت د مرکز ايبک ښار په شاهي‌خېلو کلي کې د دوو کورنيو ترمنځ رامنځته شوې وه، د شخړو د هواري کمېسيون، د قومونو او قبایلو امریت په هلو ځلو او د دیني عالمانو او قومي مشرانو په حضور کې حل شوه.‎

هغه زياته کړه: «دغه دښمني د مولوي فېروز او حاجي سورګل کورنيو ترمنځ رامنځته شوې وه چې له دواړو لورو دوه کسان وژل شوي هم وو، خو اوس د دواړو لورو ستونزه د مسوولینو په منځګړيتوب هواره شوې ده.»

د هغه په باور، دښمنیو او ګډوډیو په تاريخ کې د افغانستان خلک بدبخته کړي او د سلګونو خلکو ژوند يې له خطر سره مخ کړى او قومي شخړې بايد هوارې شي.

هغه له خلکو وغوښتل چې په ټولنه کې خپلې دښمنۍ د خبرو له لارې حل کړي.

د مرکز ايبک ښار د شاهي‌خېلو کلي يوه قومي مشر فيض‌الله پژواک خبري اژانس ته وويل، ‎یو مسلمان بايد له خپل مسلمان ورور سره دښمني ونه کړي؛ ځکه دښمني له بدبختۍ پرته بل څه نه راوړي.

هغه زیاته کړه، یادې دواړه کورنۍ چې دښمني یې نن پای ته ورسېده، له دې وروسته به په سوله او ورورګلوۍ کې ژوند کوي او په ښو کارونو کې به له یوه بل سره مرسته کوي.

نوموړي د حکومت له لوري د شخړو د هواري کمېسيون د جوړېدو هرکلى وکړ او د دغه ډول شخړو د هواري د دوام غوښتنه يې وکړه.

په همدې حال کې، سورګل چې په دې شخړه یې پلار وژل شوی، وايي: «هغه شخړه چې دوولس کاله مخکې زموږ ترمنځ رامنځته شوې وه، له بدمرغۍ پرته یې بل څه ‎رانه‌وړل او ډېر خوشحاله یم چې دغه شخړه پای ته رسېدلې ده.»

د هغه په ​​باور، ١٢ کاله مخکې چې د ځمکې پر سره د ده او ‎ملا فېروز د کورنیو ترمنځ دښمني رامنځته شوې وه، د دوى ډېر خوښۍ یې له منځه وړې وې.‎

هغه خوښ دی چې د ترمنځ یې دښمني پای ته رسېدلې او په دې برخه کې د شخړو د هواري کمېسیون له هڅو مننه کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.