Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اروپایي ټولنې افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې مبارزې لپاره ۱۵ میلیونه یورو ځانګړې کړې دي

کابل (پژواک، ۱۲ غویی ۱۴۰۳): افغانستان کې د اروپایي ټولنې شارژدافیرې رافیلا ایوډیس ویلي چې دې ټولنې د افغانستان د اقلیمي تغییراتو سره د مبارزې په موخه ۱۵ میلیونه یورو ځانګړې کړې دي.

هغې پر خپله اېکس‌پاڼه د دې مرستې خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې افغانستان د اقلیمي تغییراتو له اړخه تر ټولو ډېر زیانمنونکو هېوادونو له ډلې دی.

نوموړې ویلي چې د اروپایي ټولنې د اسیایي اړیکو برخې مسوول پیټرس اوستویس افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغو مرستو لاسلیک د اروپایي ټولنې له سیمه‌ییزو همکارانو سره کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې اروپایي ټولنې ۱۵ میلیونه یورو د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق، ۱۱،۸ میلیونه یورو ښځینه سوداګرو ‎ته د کوچنیو پورونو ورکولو او ۱۷ میلیونه یورو د کډوالو ملاتړ ته ځانګړې کړې وې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.