Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار او ميدان‌وردګو کې دوه ماشومان سيند ته د غورځېدو له امله مړه شوي

ننګرهار او ميدان‌وردګو کې دوه ماشومان سيند ته د غورځېدو له امله مړه شوي

جلال‌اباد، ميدان ښار (پژواک، ۱۲ غویی ۱۴۰۳): د ننګرهار او ميدان‌وردګو ولايتونو چارواکي وايي، د سيند په اوبو کې د ډوبېدو له امله دوه ماشومان مړه شوي دي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د غويي په ۱۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون د لعلپورې ولسوالۍ اړوند سدۍ کلي کې د يوه ماشوم جسد د سيند په اوبو کې پيدا شوی دی.

هغه زياته کړه، دغه ۱۳ کلن ماشوم جلال‌اباد ښار سره نږدې ساحه کې د کابل سيند ته غورځېدلی و چې جسد يې له پيدا کېدو وروسته خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.

بلخوا د میدان‌وردګو ‎سیمه‌ییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په سید‌اباد ولسوالۍ کې یو دیارلس کلن ماشوم د سیند اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی.

د میدان‌وردګو ولایت د پېښو پر وړاندي د چمتووالي ادارې رییس مولوي فیض‌الله جلالي پژواک ته وویل، یاد ماشوم احمد نومېږي او د سيداباد ولسوالۍ د شاترو کلي اصلي اوسېدونکی و، غوښتل یې د ساعتیرۍ په موخه د سیند اوبو ته ور ټوپ کړی چې اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی.

د یادونې ده چې څو ورځي وړاندې هم د ميدان‌وردګو ولايت په جلرېز ولسوالۍ کې یو ۸ کلن ماشوم اوبو کې د ډوبېدو له امله مړ شوی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.