ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمنګان کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۶ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

سمنګان کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۶ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
2 May 2024 - 15:24
سمنګان کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۶ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
2 May 2024 - 15:24

ایبک (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۳): سمنګان کې روغتیایي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان مړه او ۲۱ نور ټپيان شوي دي.

د شهید ډاکټر اکرام‌الدین وکیل‌زاده روغتون امر متخصص سیدعثمان حمیدي وايي، نن په چیچل سیمه کې د دره صوف – بلخ پر لویه لار ترافیکي پېښه رامنځته شوې ده.

هغه زیاتوي، پېښه کې پنځه کسان مړه شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا، د یادې پېښې د ۱۵ ټپیانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

هغه وايي، یاده پېښه له سړک څخه د یوه ډینا موټر د وتلو له امله شوې ده.

Views: 13

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.