کابل (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۳): د قوشتېپې جام سیالیو په لړ کې بند امیر لوبډلې امو ته او مسعینک لوبډلې بیا بُست ته ماتې ورکړه.
په دغو سیالیو کې نن لومړۍ لوبه د امو او بند امیر لوبډلو ترمنځ وشوه.
په دې لوبه کې د امو لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو ٢٠ اوورونو کې یې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۲ منډې جوړې کړې او بند امیر لوبډلې ته يې د ۱۴۳ منډو هدف وټاکه.
په توپوهنه کې د امو لوبډلې له لوري اللهنور ۳۴، حیاتالله ۳۲، شرفالدین اشرف ۳۰ او عجاز احمد ۲۹ منډې وکړې.
همدارنګه په توپاچونه کې د بند امیر لوبډلې له لوري نجات مسعود درې، امیر حمزه، کریم جنت او عربګل د امو لوبډلې یو – یو لوبغاړي وسوځول.
بل خوا بیا د بند امیر لوبډلې یاد هدف په ۱۷م اوور کې د کوم لوبغاړي له سوځېدو پرته پوره کړ او امو لوبډلې ته یې د لس ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
د بند امیر لوبډلې له لوري صدیق اتل ۶۳ او بهار شینواري ۶۰ منډې وکړې.
دغه راز، د قوشتېپې جام سیالیو نننۍ دویمه لوبه د مسعینک او بست لوبډلو ترمنځ وشوه.
په یاده سیالۍ کې د مسعینک لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه چې په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې یې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۷ منډې وکړې او مقابل لوري ته یې د ۱۳۸ منډو هدف وټاکه.
د مسعینک لوبډلې له لوري په توپوهنه کې ابراهیم ځدراڼ ۶۵، جمعهګل ۲۰ او رحمانالله ۱۴ منډې وکړې.
دغهراز په توپاچونه کې د بست لوبډلې له لوري فریدون داوودزي درې، عبدالباقي او محمدالله د مسعینک لوبډلې یو – یو لوبغاړي وسوځول.
بلخوا د بست لوبډلې یاد هدف پوره نه شو کړای او د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره يې په شل اوورونو کې یوازې ۱۲۳ منډې وکړې او ۱۴ منډو په توپیر یې مسعینک ته لوبه وبایلله.
د بست لوبډلې له لوري په توپوهنه کې نجیبالله ځدراڼ او عمران ۲۴ – ۲۴ منډې، رحمت شاه ۲۲ او مسعود ګربز ۱۳ منډې جوړې کړې.
د یادونې ده چې یادې سیالۍ وړمه ورځ په کابل لوبغالي کې پیل شوې او ۱۳ ورځې به دوام وکړي.
Views: 11
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن