Language

تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه نږدې ۱۵ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

کابل (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۳): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو اوو ورځو کې شاوخوا ۱۴ زره او ۹۶۶ افغان کډوال له پاکستان او ایرانه په زور او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه کډوال د غویي میاشتې له شپږمې تر ۱۲مې پورې له پاکستان او ایرانه په زور او یا خپله خوښه افغانستان ‎ته راستانه شوي دي.

پژواک خبري اژانس دغه شمېرې له تېرو ۷ ورځو راهیسې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر اېکس‌پاڼه د خپرو کړو معلوماتو له مخې را اخیستې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د یادو کډوالو له ډلې ۵۱۱۱ کسان او ۹۸۲ کورنۍ د تورخم او سپن‌بولدک له لارو له پاکستانه په جبري ډول را ایستل شوي دي.

دغه راز، په یاده موده کې ۹۸۵۵ کسان د هرات د اسلام‌کلا بندر له لارې له ایرانه په خپله خوښه او جبري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې وري میاشتې په ۳۰مه ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي و چې افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو د ډېر شمېر کډوالو ستنېدل د دې اړتیا پیدا کوي چې له دغه هېواد سره دوامداره مرستې وشي.

د یادونې ده چې د تېرې وري میاشتې له ۲۹مې د روانې غویي میاشتې تر پنځمې نېټې پورې هم له پاکستان او ایرانه شاوخوا ۱۷ زر او ۳۳۷ افغان کډوال په زور او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.