کابل (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۳): د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال وايي، اسلامي امارت نه یوازې چې له عصري علومو سره مخالف نه دی، بلکې د عصري او دیني علومو طرفدار دی.
د ریاستالوزراء سیاسي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دغه څرګندونې نن په کابل کې د «جامعه ریاض العلوم» مدرسې د نوې تعليمي دورې په پرانیست غونډه کې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي چې سیاسي مرستیال وویل، د ریاض العلوم په ګډون ټول مدارس په داسې حال کې پیلېږي چې په هېواد کې اسلامي نظام حاکم دی.
دی وايي، یو وخت داسې و چې د مدارسو پرانیستلو ته به د جرم په سترګه کتل کېدل، خو نن علماء په ډاډه زړه په مدارسو کې خپل تدریس ته دوام ورکوي.
هغه زیاته کړه، د عصري او دیني علومو ترمنځ واټن ختم شوی.
نوموړی زیاتوي، د مدارسو د طالب العلمانو او ولس په مستقیمو قربانیو په هېواد کې اشغال ختم او اسلامي نظام حاکم شو.
د ده په خبره، دا نظام او دا هېواد د ټولو افغانانو شریک دی، هر افغان په کې په جرأت خدمت کولای شي او هېڅوک د پردیتوب احساس نه کوي.
د هغه په وینا، سره له دې چې افغانستان کې امن راغلی، اشغال، زورواکي او د قدرت جزایر ختم دي، خو بیا هم اسلامي امارت په دې اکتفا نه ده کړې، بلکې د هېواد بېلابېلو برخو کې د ترقۍ او پرمختګ لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي.
نوموړي څرګنده کړه، افغانستان د ګاونډیو په ګډون له ډېرو هېوادونو سره سیاسي تعاملات لري، سوداګریز بندرونه خلاص دي او په خبره یې که د واخان بندر جوړ شي، نو افغانستان به د اقتصاد مرکز وګرځي.
ده دغه راز وویل، اسلامي امارت خپله عادي او پراختیایي بودجه له خپلو عوایدو پوره کوي او هېڅوک دا جرأت نه لري چې له بیتالمال سره خیانت وکړي.
هغه وايي، افغانستان په ټولو برخو کې متخصصین او مسلکي افراد لري چې په ګډې همکارۍ د هېواد ابادۍ ته ژمن دي.
سیاسي مرستیال زیاتوي: «دا د مغرضو کړیو تبلیغات دي چې ګوندې اسلامي امارت له عصري زدهکړو سره مخالف دی، حقیقت دا دی چې اسلامي امارت نه یوازې چې له عصري علومو سره مخالف نه دی، بلکې د عصري او دیني علومو طرفدار دی.»
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن