Language

غزني کې د فوټسال الف لوبډلو سيالۍ پای ته ورسېدې

غزني ښار (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۳): غزني کې د فوټسال الف لوبډلو غوره لیګ ۱۱م پړاو سیالۍ د طلوع لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

د غزني د ورزش امر بلال مجاهد پژواک ته وویل چې دغه سیالۍ دوه میاشتې وړاندې د اتو لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې.

هغه وايي چې طلوع لوبډلې د ۱۳ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی ځای او د نوآباد ستار لوبډلې د اتو نمرو په ترلاسه کولو سره دویم ځای خپل کړ.

د مجاهد په وینا، سیدعلي د یادو سیالیو غوره لوبغاړي په توګه، سید مهدي د  غوره ګول‌کېپر او محمدفهیم د غوره ګول‌وهونکي په توګه وټاکل شول.

دی زیاتوي چې له دغو سیالیو موخه د غوره لوبډلو انتخاب و چې طلوع او نواباد ستار لوبډلې د غوره لوبډلو په توګه وپېژندل شوې او د غزني د پرېمرلیک ته یې لار پیدا کړه.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د یادو سیالیو غوره لوبډلې ته کپ، غوره لوبغاړي ته مډال او نورو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

د یادونې ده چې تېره ورځ هم په غزني کې د فوټسال غوره لیک سیالۍ د دیارسنايي لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.