Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ملي دفاع وزارت سرپرست په بېلابېلو برخو کې د اذربایجان هېواد د همکاریو غوښتنه وکړه

کابل (پژواک، ۱۳ غویی ۱۴۰۳): د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد کابل کې د اذربایجان له سفیر سره لیدنه کې ویلي، له دغه هېواد سره د اړیکو پیاوړتیا لپاره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو غوښتنه کوي.

ملي دفاع وزارت پر اېکس‌پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره په کابل کې د اذربایجان د اسلامي جمهوري دولت له سفیر الهام محمدوف سره د مولوي محمدیعقوب مجاهد د لیدنې خبر ورکړی دی.

مجاهد په دغه لیدنه کې ویلي: «د دواړو مسلمانو هېوادونو د خلکو ترمنځ دوستي او مشترکات د ویاړ وړ دي، په کابل کې د اذربایجان سفارت پرانیستل یو مثبت ګام و او موږ د دغه اوږدمهاله اړیکو د پیاوړتیا لپاره ژر تر ژره په اقتصادي، سوداګریزو او نورو برخو کې د همکاریو غوښتنه کوو.»

په همدې حال کې، الهام محمدوف هم ویلي چې هېواد یې د اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ، له اسلامي امارت او افغانانو سره د همکاریو پراختیا ته هم چمتو دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.