کابل (پژواک، ۱۴ غویی ۱۴۰۳): د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار څلورمې ناحیې اړوند سیمه کې یې درې کسان له ۱۱ زره «کا» ټابلیټونه سره نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت دغه څرګندونې پر خپله اېکسپاڼه کړې دي.
سرچینې لیکلي چې یادې نشهیي ګولۍ د دغه وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معينيت منسوبينو په يو لړ کشفي عملياتو کې ترلاسه کړې دي.
کورنیو چارو وزارت په دې اړه نور معلومات نه دي خپاره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP