نیلي (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۳): دایکنډي کې امنیتي سرچینې وايي، د دغه ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې پر غلا تورن یو کس چې ځان یې له غلا کړي موټرسایکل سره ۱۵ متره لاندې اوبو ته غورځولی و، وروسته له اتو ساعتونو ژوندی را ایستل شوی دی.
د دایکنډي امنیې قوماندانۍ ویاند غلامعلي جاوېد وايي، یاد کس دوه ورځې مخکې (پنجشنبه) شهرستان ولسوالۍ په ازموک سیمه کې ځان له غلا کړي موټرسایکل سره ۱۵ متره لاندې اوبو ته غورځولی و چې له نږدې اتو ساعتونو وروسته د امنیتي ځواکونو له خوا د بېهوښۍ په حالت کې راوایستل شو او روغتونو ته یې ولېږداوه.
هغه وویل، د یاد کس روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
هغه زیاته کړه، یاده پېښه هغه مهال وشوه چې د موټرسایکل مالک د سیمې د اوسېدونکو په مرسته د غله د نیولو هڅه کوله.
Views: 113
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن