جلالاباد (پژواک، ۱۵ غويی ۱۴۰۳): سېمهییز مسوولین وایي، د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د ۹۱۹ زره امریکایي ډالرو په لګښټ د پنځو کیلومتره په اوږدوالی یو کانال جوړ شو.
دغه کانال د چاپان هېواد د سولې او روغتیا موسسې (پياماس) له لورې د کوټ ولسوالۍ په لاغرجو سېمه کې جوړ شوی دی.
نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د یادې موسسې یوه مسوول انجينر ديدار مشتاق وویل، په دغه پروژه کې يو سربند، پنځه کيلومتره کانال، د ۸۳ زره متره مکعب په ظرفيت د سیلابي اوبو او د ۲۵۰۰ متره مکعب په ظرفيت د چينو اوبو ساتلو ذخيرې شامل دي.
هغه زیاته کړه چې دغه پروژه د يو نيم کال په موده کې بشپړه شوې، پنځه سوه اويا هکتاره ځمکه خړوبوي او دا پروژه به تر پنځو کلونو پورې د دغې ادارې لخوا ساتل کيږي.
د اوبو او انرژۍ وزير ملا عبداللطيف منصور هم وویل چې ولس ټولګټو پروژو ته ډېره اړتيا لري او هڅه کوي چې د ولس له غوښتنو سره سمې پروژې پلې کړي.
د کوټ ولسوالۍ يو قومي مشر اميرجان کوټوال هم وویل چې دغه کانال به په سيمه کې د وچکالۍ مخنيوي کې ډېره مرسته وکړي.
د يادولو وړ ده چې د جاپان د سولې او روغتيا موسسې لخوا تر دې وړاندې هم د ننګرهار ځينو ولسواليو کې ورته رغيز کارونه شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن