Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان له زندانونو ۱۵ افغانان خوشي شول

کابل (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۳): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۱۵ افغانان چې پاکستان کې د قانوني اسناد نه لرلو له امله بندیان شوي وو، خوشي او هېواد ته راستانه شول.

یاد وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، دغه کسان چې د یاد هېواد په بېلابېلو زندانونو کې له دوو تر ۱۹ میاشتو بندیان وو، د روانې میاشتې په ۱۳مه ازاد او بېرته هېواد ته راوګرځېدل.

د کډوالو چارو وزارت لیکلي: «د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د قانوني اسناد نه درلودو له امله زنداني شوي وو.»

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د وري په ۱۶مه هم د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ د ۵۴ افغان وګړو له خوشي کېدو خبر ورکړی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.