Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان الف لوبډلې خپله درېیمه پنځوس اووریزه لوبه هم سریلانکا ته وبایلله

کابل (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۳): د هېواد الف لوبډلې د پنځو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې خپله درېیمه لوبه هم د سریلانکا الف لوبډلې ته وبایلله.

دغه لوبې په سریلانکا کې ترسره کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، د هېواد الف «افغان ابدالیان» لوبډلې د سریلانکا الف لوبډلې ته خپله درېیمه لوبه هم وبایلله.

دغه لوبه تېره ورځ ترسره شوه چې په کې افغان لوبډلمشر اکرام‌ علي‌خېل د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د سریلانکا الف لوبډلې پروړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د هېواد الف لوبډلې په ۴۲م اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۵ منډې جوړې کړې او د سریلانکا الف لوبډلې ته یې د ۱۸۶ منډو هدف وټاکه.

همدارنګه د توپوهنې په برخه کې د افغان لوبډلې له لوري ضیاالرحمن ۳۶، دروېش رسولي ۲۵، شاهد الله ۲۳، زبید اکبري ۱۶، بلال احمد ۱۴ او محمدسلیم ۱۳ منډې وکړې.

بلخوا، د سریلانکا الف لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۳۸م اوور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د افغانستان الف لوبډلې ته یې د څلورو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

په یاده سیالۍ کې محمدسلیم درې، بلال سمیع دوه او ضیاالرحمن د سریلانکا الف لوبډلې یو لوبغاړی وسوځول.

دا په داسې حال کې ده چې په دغو سیالیو کې د سریلانکا الف لوبډلې له دې مخکې هم د هېواد الف لوبډلې ته په دوو لوبو کې ماتې ورکړې وه.

د یادونې ده چې د افغانستان او سریلانکا الف لوبډلو ترمنځ به څلورمه لوبه سبا ترسره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.