Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندوز کې غالۍ‌اوبدونکي د خپلو تولیداتو ډېرولو لپاره د ملاتړ غوښتنه کوي

کندوز (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۳): د کندوز د غالۍاوبدونکو اتحادیې مسوولین له حکومته غواړي چې د نندارتونونو په جوړولو، د خامو موادو په چمتو کولو او یوه صنعتي ښارګوتي په جوړېدو کې دې همکاري ورسره وکړي.

د کندوز د غالۍ اوبدونکو اتحادیې رییس عبدالله کلانتر وایي چې په تېر یوه کال کې په دغه ولایت کې ۲۸۵۰۰ متره مربع غالۍ تولید شوې دي.

هغه وایي، که غالۍ اوبدونکو ته خام مواد برابر او یو صنعتي ښارګوټی ورته جوړ شي، کندوز کې به دغه صنعت وده وکړي.

هغه وویل: «له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده چې د غالۍ اوبدونکو ښارګوټي کارونه دې بشپړ شي، تېر کې به د بازارموندنې په موخه نندارتونونه جوړېدل، که په دې برخو کې کار وشي، ښه به وي.»

کندوز کې ځيني غالۍ اوبدونکي هم د ملاتړ غوښتنه کوي.

په یاد ولایت کې یو غالۍ‌اوبدونکی عیدالرحمن وایي: «کوم تار چې له بهره راواردیږي، ښه کیفیت هم نه لري، ګران هم تمامیږي، که تار د هېواد دننه تولید شي او غالۍ اوبدونکي هم له دغو تارونو استفاده وکړي، هم به سرمایه له هېواده  بهر نه وځي او هم  به د غالیو کیفیت ښه شي.»

دغه‌راز، یو بل غالۍ اوبدونکی صدیق‌الله د غالۍ اوبدنې صنعت ودې لپاره د یوه صنعتي ښارګوټي او د نندارتونونو جوړېدل مهم بولي.

خو د کندوز د صنعت او سوداګرۍ رییس محمدرحیم سیرت وایي، دوی هڅه کوي څو غالۍ اوبدونکو ته د خامو توکو په برابرولو، د یوه صنعتي ښارګوټي او نندارتونونو په جوړولو کې د هغوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.

هغه په دې اړه وویل: «موږ په کندوز کې د ټولو صنعتکارانو ملاتړ کوو، هڅه کوو چې د غالۍ اوبدونکو لپاره د ښارګوټي کارونه چې بشپړ شوي نه دي، پیل کړو، موږ د صنعتکارانو د ملاتړ په موخه له مرستندویه موسسو سره ناستې کړې، دوی هم له موږ سره په دې برخه کې د همکارۍ ژمنې کړې دي.»

د کندوز د غالۍ اوبدونکو اتحادیې د معلوماتو له مخې، ډېری وطنۍ غالۍ قلعه‌ذال، دشت ارچي، چهاردرې، ګل تیپه او امام صاحب ولسوالیو کې اوبدل کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.