ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هندي رسنۍ: ذکیه وردګ د ۲۵ کیلوګرامه سرو زرو د قاچاق پر مهال په ممبی هوايي ډګر کې توقیف شوې

هندي رسنۍ: ذکیه وردګ د ۲۵ کیلوګرامه سرو زرو د قاچاق پر مهال په ممبی هوايي ډګر کې توقیف شوې

کابل (پژواک، ۱۵ غویی ۱۴۰۳): د هند په ممبی ښار کې د افغانستان ډیپلماټې او سرکنسولې ذکیې وردګ په داسې حال کې له خپلې دندې استعفا ورکړې چې هندي رسنیو خبر ورکړی، نوموړې د ۲۵ کیلوګرامه سرو زرو د قاچاق پرمهال د ممبی په هوايي ډګر کې توقیف شوې ده.

اغلې وردګ نن (د غويي ۱۵مه) پر اېکس‌پاڼه په درېیو ژبو د خپل استعفالیک متن خپور کړی او لیکلي یې دي: «په ژوره خواشینۍ سره اعلان کوم چې زه ذکیه وردګ په هند هېواد کې د افغانستان د سرکنسول په توګه د ۱۴۰۳ کال د غويي له ۲۵مې له خپلې دندې استعفا ورکوم.»

دغه‌راز هغې د جزئیاتو له ورکولو پرته لیکلي: «د تېر کال په اوږدو کې د خورا زیاتو سازمان شوو بریدونو او تپل شوو نوم‌بدیو سره مخ شوم چې دا غرضي بریدونه نه یوازې زما، بلکې زما د کورنۍ او نږدې خپلوانو تر شخصي حریمه ورسېدل، دا بریدونه چې معلومیږي سازمان شوي بریدونه دي، په خپل ذات کې یې زما په کارکړنو خورا بد تاثیر کړی او د هغه ننګونو واضېح بېلګه ده چې  افغاني ټولنه کې هره مېرمن چې د مثبت تغییر او پرمختګ غوښتونکې ده، ورسره مخ شي.»

په همدې حال کې، د هندوستان هېواد یوې رسنۍ «ټایمزاف انډیا» تېره شپه یو راپور خپور کړی چې پکې راغلي، دغه پېښه د اپریل په ۲۵مه هغه مهال رامنځته شوه چې اغلې ذکیې وردګ ۲۵ کیلوګرامه سره زر په پټه له دبۍ نه هندوستان ته لېږدول.  په دغه راپور کې د یادو سرو زرو ارزښت ۱۸.۶ کروړه هندي روپۍ ښودل شوی دی.

سرچینې لیکلي چې که د دغه سرو زرو ارزښت له یو میلیارد هندي روپیو ډېر وي، تورن کس نیول کېږي او قانوني چلند به ورسره وشي.  

په دغه راپور کې راغلي چې د ذکیې وردګ قضیه د «سرو زرو د قاچاق کېس» په نوم ثبت شوې، او دغه ډیپلوماټه د ډیپلوماټیک خوندیتوب له امله تراوسه نه ده نیول شوې.

یادې رسنۍ د ذکیې وردګ له قوله لیکلي: «د دغه تورونو په اړه حیرانه شوې یم، په داسې حال کې چې زه له شخصي ستونزو سره مخ یم او په عین حال کې باید په هند کې د افغانستان له سفارت څخه ملاتړ وکړم.»

ذکیه وردګ د تېر حکومت پرمهال  ممبی کې د افغانستان سرکنسولې په توګه ګومارل شوې وه چې په هند کې د افغان سفارت له تړل کېدو وروسته هم پر خپله دنده پاتې شوه. که څه هم هند تر اوسه اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو په کابل کې یې ډیپلوماټیکو اړیکو ته تر اوسه دوام ورکړی دی.

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه څو په دې اړه د ذکیې وردګ نظر هم ولري، خو ځواب مو ترلاسه نه کړ.

Views: 43

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.