لښکرګاه (پژواک، ۱۵ غويی ۱۴۰۳): هلمند کې د درېیو ولایتونو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د نیمروز لوبډلې په اتلوالۍ پای ته ورسېدې.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي شېرمحمد وحدت پژواک خبري اژانس ته وویل چې دوه ورځې مخکې په دغه ولایت کې د کندهار، نیمروز او هلمند د فوټسال لوبډلو ترمنځ سیالۍ پيل شوې وې.
هغه زیاته کړه، دغه سیالۍ د تګ راتګ په توګه ترسره شوې چې د کندهار او نیمروزه یوې یوې او د هلمند دوو لوبډلو ګډون کړی و.
ورته مهال، په هلمند کې د سټار جمنازیوم مسوول محمدنذیر اڅکزي پژواک ته وویل چې د یادو سیالیو پایلوبې ته د هلمند او نیمروز ولایتونو لوبډلو لار موندلې وه.
هغه وویل چې نیمروز لوبډلې وکولای شول څلور پر درې ګولونه د هلمند لوبډلې ته ماتې ورکړي او اتلولي ترلاسه کړي.
د یادونې ده، د مسوولینو له لوري د یادو سیالیو ټولو لوبډلو ته ځانګړې ډالۍ هم ورکړل شوې.
Views: 7
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن