کندوز (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۳): د کندوز امنیه قومانداني وایي چې تېره یوه میاشت کې د کوکنارو د له منځه وړو کمپاین په ترڅ کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې لسګونه جریب کوکنار له منځه وړل شوي دي.
د کندوز د امنیې قوماندانۍ ویاند جمعهالدین خاکسار پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې د کوکنارو د له منځه وړو کمپاین یوه میاشت مخکې پیل شوی چې تر اوسه د مرکز ترڅنګ په خاناباد، امام صاحب، علياباد، قلعهذال او ګلتپې ولسوالیو کې پر ۶۰ جریب ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه وړل شوي دي.
هغه وایي: «د کوکنارو مخنیوي برخه کې د پولیسو مبارزه روانه ده، هیچا ته اجازه نه ورکول کېږي کوکنار وکري، تر اوسه مو پر ۶۰ جریب ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه وړي دي.»
خاکسار وایي چې د تېر کال په پرتله د کوکنارو په کښت کې د پام وړ کموالی راغلی او ډېرو خلکو یې بدیل کښت ته مخه کړې ده.
بلخوا، د کندوز یو شمېر اوسېدونکو او بزګرو د کوکنار اړولو د یاد کمپاین هرکلی کړی دی.
په دې اړه یو بزګر محمدالله وایي: «موږ د کوکنارو د له منځه وړو مخالف نه یو، خو حکومت دې اصلاح شوي تخمونه راکړي چې د کوکنارو پر ځای یې وکرو.»
د کندوز یو اوسېدونکی محمدخان وایي: «موږ د دغه کمپاین هرکلی کوو، باید له هغو کسانو سره قانوني چلند وشي چې سرغړونه کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت د یوه فرمان په صادرولو په افغانستان کې د نشهیي توکو پر کښت، قاچاق او پلور بندیز لګولی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP