Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تخار کې د صابون د تولید فابریکه جوړه شوه

کابل (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۳): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکوي چې تخار کې د ۹ میلیون افغانیو په پانګونه د صابون تولیدولو یوه فابریکه پرانیستل شوه.

یاد وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د تخارستان تولیدي فابریکه د تخار په مرکز تالقان ښار کې د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس مفتي عبدالرحمن غزنوي، د دولتي ادارو مسوولینو او د صنعت‌کارانو په حضور کې پرانیستل شوه.

سرچینې زیاته کړې، په یاده فابریکه کې چې د نهه میلیون افغانیو په پانګونه جوړه شوې، هره ورځ ۱۵ زره کلچې صابون تولیدوي او لسو کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.

سرچینه زیاتوي، غزنوي د یادې فابریکې پرانیستې مراسمو کې ټینګار کړی چې په ښه کیفیت تولیدات دې وکړي او د تخار له خلکو یې غوښتي چې له داخلي تولیداتو او محصولاتو کار واخلي.

غزنوي زیاته کړه، د تخار صنعتي پارک جوړولو کار روان دی او په جوړېدو به یې پانګه‌والو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاده فابریکه خپل خام تولیدي توکي له ایران، مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو راوړي او د جامو مینځلو صابون په بېلابېلو بڼو بازار ته وړاندې کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.