Language

د غزني د ناور عمومي لار له یوې اونۍ ځنډ وروسته بېرته پرانیستل شوه

غزني ښار (پژواک، ۱۶ غويی ۱۴۰۳): د غزني حکومتي مسوولین وايي، د ناور ولسوالۍ عمومي لار چې د واورې ورېدو له امله یوه اونۍ مخکې تړل شوې وه، بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.

د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند ابو خالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرې یوې اونۍ راهیسې د پرله پسې وارې ورېدو له امله د ناور ولسوالۍ عمومي لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه.

هغه وايي چې د اړوندو ادارو د پرله پسې هلو ځلو په ترڅ کې دغه لار نن بېرته د خلکو او ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.

نوموړي وویل، له مرکز غزني سره د نورو ټولو ولسوالیو مواصلاتي لارې خلاصې وې خو یوازې د ناور لار تړلې وه چې هغه هم خلاصه شوه.

بل لورته د سیمې اوسېدونکي د یادې لارې خلاصېدو ته خوښ دي.

د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي سید مهدي پژواک ته وویل چې د لارې تړل کېدو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ و خو اوس بېرته خلاصه شوه.

د یادونې ده چې یوه اونۍ مخکې د غزني ترڅنګ په پنځو ولایتونو کې ډېره واوره شوې وه چې ځیني خلک یې له ستونزو سره مخ کړي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.