ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حقاني: د محاکمو مسوولین او منسوبین دې له مراجعینو سره له پوره حوصلې کار واخلي

حقاني: د محاکمو مسوولین او منسوبین دې له مراجعینو سره له پوره حوصلې کار واخلي

author avatar
5 May 2024 - 14:20
حقاني: د محاکمو مسوولین او منسوبین دې له مراجعینو سره له پوره حوصلې کار واخلي
author avatar
5 May 2024 - 14:20

کابل (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۳): د سترې محکمې ریيس وايي، د محاکمو مسوولین او منسوبین باید په ځانونو کې داسې اوصاف پيدا کړي چې له نورو خلکو سره يې څرګند توپیرموجود وي او له مراجعینو سره دې له پوره حوصلې کار اخلي.

د سترې محکمې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې چې د دې محکمې رییس او قاضي القضات شیخ عبدالحکیم حقاني تېره ورځ لغمان ولایت ته سفر وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي چې حقاني په دغه سفر کې د لغمان د مرافعه محکمې له مسوولینو سره په ناسته کې چې د دغه ولایت د مرافعې، ښاري او نظامي محاکمو قضاتو، مفتيانو او محررينو ګډون هم ګډون درلود، وکتل.

حقاني د غونډې ګډونوالو ته په وینا کې ویلي، د محاکمو مسوولین او منسوبین باید په ځانونو کې داسې اوصاف پيدا کړي چې له نورو خلکو سره يې څرګند توپیر موجود وي.

هغه زیاته کړې، د مراجعینو او اصحاب دعوی سره باید له پوره حوصلې کارواخیستل شي؛ ځکه چې په عامو خلکو کې د هر ‌ډول فکر او خاصیت خاوندان موجود وي، خو له قاضي سره نه ښايي د هغوی د چلند مطابق عکس‌العمل وښيي، بلکې په پوره حوصلې او حکیمانه توګه به قناعت ورکوي او په داسې شکل به د حکم ابلاغ ورته کوي چې د هغه قناعت حاصل شوی وي چې په حقه دی او که په ناحقه.

دغه راز، حقاني قضاتو ته د لا ښې همغږۍ او له یو بل سره د همکارۍ په اړه ټينګار کړی دی.

Views: 30

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.