Language

تېرو درېیو ورځو کې د باران او سېلابونو له امله خلکو ته ځاني او درانه‌ مالي زیانونه اوښتي

کابل (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۳): طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، تېرو درېیو ورځو کې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راتلو له امله ۱۴ کسان مړه او ۱۴۰ کورونه په نیمه او بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت ویاند ملا جانان سایق نن رسنیو ته په یوه ویډیويي کلیپ کې ويلي، په تېرو درېیو ورځو کې دهېواد په ۱۴ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو له امله ۱۴ کسان مړه او یو تن لادرکه دی.

هغه وايي، د دغو سېلابونو له امله ۱۴۰ کورونه په نیمه او بشپړ ډول ویجاړ شوي او تر دوه زره ډېر څاروي هم تلف شوي دي.