کابل (پژواک، ۱۷غویی ۱۴۰۳): د قوشتېپې جام سیالیو په لړ کې نن بُست سپینغر او مسعینک بیا د امو زون لوبډلو ته ماتې ورکړه.
په دغو سیالیو کې نن لومړۍ لوبه د بست او سپینغر زون لوبډلو ترمنځ وشوه.
د لوبې پچه د بست لوبډلې وګټله او لومړۍ یې توپوهنه وکړه چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د درېیو لوبغاړو په سوځولو ۲۰۶ منډې وکړې او مقابل لوري ته یې د ۲۰۷ منډو هدف وټاکه.
په توپوهنه کې د بُست لوبډلې له لوري حضرتالله ځاځي ۱۱۶ ناسوځېدلې، نجیبالله ځدراڼ ۲۹، رحمت شاه او نعمانشاه بیا ۲۶ – ۲۶ منډې وکړې.
همدارنګه په توپاچونه کې د سپینغر لوبډلې له لوري فرید ملک او نصیرخان د بُست لوبډلې یو – یو لوبغاړي وسوځول.
په مقابل کې یې د سپینغر لوبډلې یاد هدف پوره نه کړای شو او په ۱۸م اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۰۸ منډې وکړې او بُست لوبډلې نه یې د ۹۸ منډو په توپیر ماتې وخوړه.
د سپینغر لوبډلې له لوري په توپوهنه کې نصیرخان ۲۲، سمیعالله شینواري ۱۹، محمدشهزاد او عصمت عالم ۱۵ – ۱۵ او شبیر نوري بیا ۱۴ منډې وکړې.
د بست لوبډلې له لوري په توپاچونه کې محمدالله درې، بشیر احمدي او رحمتشاه دوه – دوه، سمیعالله او فریدون بیا د سپینغر لوبډلې یو – یو لوبغاړي وسوځول.
دغه راز، د قوشتېپې جام سیالیو دویمه لوبه د مسعینک او امو زون لوبډلو ترمنځ وشوه.
په یاده سیالۍ کې د مسعینک لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۷ منډې وکړې او مقابل لوري ته یې د ۱۸۸ منډو هدف وټاکه.
د مسعینک لوبډلې له لوري په توپوهنه کې نوید عبید ۷۲، ابراهیم ځدراڼ ۵۶ او افسر ځاځي ۲۹ منډې وکړې.
په توپاچونه کې ظاهر خان دوه، شرفالدین اشرف او امینالله بیا د مسعینک لوبډلې یو – یو لوبغاړي وسوځول.
بلخوا، د امو لوبډلې یاد هدف پوره نه کړای شو او د اتو لوبغاړو په سوځېدو يې په شل اورونو کې ۱۷۶ منډې وکړې او د ۱۱ منډو په توپیر یې د مسعینک لوبډلې ته لوبه وبایلله.
د امو لوبډلې له لوري په توپوهنه کې طارق ستانکزي ۵۱، محمداکرم ۴۴، سبحانالله هوتک ۳۸ منډې وکړې.
دغه راز، په توپاچونه کې د مسعینک لوبډلې له لوري ضیاالرحمن درې، دولت ځدراڼ او وحیدالله ځدراڼ دوه – دوه او حقمل اریا بیا د امو لوبډلې یو- یو لوبغاړي وسوځول.
د یادونې ده، پرون په دغو سیالیو کې بند امیر، سپینغر ته او بُست امو لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.
Views: 8
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن