غزنيښار (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۳): د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د خلکو په شخصي لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د جاغوري ولسوالۍ د حیدر سیمې یوه اوسېدونکي علي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوی په سیمه کې د ښوونځي ودانۍ ته جدي اړتیا وه.
هغه وايي چې د خلکو په مرسته په دغه سیمه کې ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
ده زیاته کړه، پر یاد ښوونځي څه باندي پنځه میلیونه افغانۍ لګښت راځي او چارې به یې د راتلونکو شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
هغه وویل، هوډ یې کړی چې په سیمه کې به له حکومت سره په همکارۍ د پوهنې بهیر ته وده ورکوي.
دغه راز د غزني پوهنې ریاست مسوولین بیا د دې سیمې له خلکو مننه کوي چې د پوهنې برخه کې ګام پورته کړی دی.
د غزني پوهنې رییس نصیراحمد حسیني پژواک ته وویل، د یادې سیمې د ښوونځي ودانۍ ډېره زړه وه اوس د سیمې د خلکو له لوري ورته د نوې ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
هغه د غزني د نورو سیمو له خلکو هم غوښتنه وکړه چې د حیدر سیمې د خلکو په څېر دې خپلو اولادونو ته د زدهکړو زمینه برابره کړي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، یاد ښوونځی پر څه باندي دوه جریب ځمکه په پاخه او اساسي ډول په یو پوړ کې جوړېږي چې ۱۲ درسي او یوه اداري خونه به ولري.
د هغه په وینا، د دغه ښوونځي د ودانۍ پر جوړولو څه باندې پنځه میلیون افغانۍ د سیمې د خلکو له لوري لګول کېږي چې ۴۰۰ زده کوونکي به په کې زدهکړې وکړي.
د یادوني ده چې یوه اونۍ مخکې هم د غزني د جاغوري ولسوالۍ په علیاتو شغله سیمه کې د خلکو له لوري د یوه ښوونځي جوړولو چارې پيل شوې.
Views: 21
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن