Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میدان‌وردګو کې د خلکو په شخصي لګښت یوه دارالایتام ته ودانۍ جوړه شوه

کابل (پژواک، ۱۷ غويی ۱۴۰۳): د میدان‌وردګو په سیداباد ولسوالۍ کې د سیمې د خلکو په څه باندې ۲،۱ میلیون افغانيو لګښت د نصرت‌العلوم په نوم دارالایتام ته ودانۍ جوړه شوه.

د میدان‌وردګو ولایت مقام مطبوعاتي دفتر پر خپله اېکس‌پانه ليکلي چې په عصري سیستم سمبال یاد دارالایتام کې ۱۲۰ یتیمانو ته د دیني او عصري زده‌کړو زمینه برابر شوې ده.

د یاد دارالایتام یوه مسوول مولوي سعیدالله مصعب د ودانۍ د پرانیستې مراسمو کې ویلي چې د دغه دارالایتام په جوړولو کې د سیمې د خلکو ترڅنګ «دوو مخلصو مسلمان ترکي وګړو» هم مالي همکاري کړې او ٢٠ زره امریکایي ډالر یې وقف کړل.

هغه زیاته کړې، د دارالایتام جوړولو چارې تېر کال پیل او وړمه ورځ بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

مصعب وایي: «په دغه دارالایتام کې د شاګردانو لپاره ټول لازم امکانات لکه د ډوډۍ ترتیب، تر ٢٠ کیلومتره پورې د ترانسپورټ ترتیب، د اعاشې او لیلې پوره امکانات او نور ورته سهولتونه برابر او موجود دي، څو وکولای شي د هېواد یتیمان دلته دیني علوم، حفظ، او اړین عصري علوم او د کمپیوټر زده‌کړې وکړي.»

د هغه په خبره، د یاد دارالایتام ځيني کارونه نیمګړي پاتې دي چې په راتلونکي کې بشپړ شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.