غزني ښار (پژواک، ۱۷ غويی ۱۴۰۳): وروستیو پرله پسې ورښتونو غزني کې د بالاحصار په ګډون د یو شمېر تاریخي ابدو ځینې برخې نړولې دي.
بل لورته خلک وايي، د بالاحصار د دېوالونو نړېدو د دوی کورونه هم له ګواښ سره مخ کړي دي.
د غزني ښار د بالاحصار سیمې یوه اوسېدونکي استاد ثاقب افغان پژواک ته وویل، وروستیو بارانونو د بالاحصار اساسي برخو ته زیان رسولی او امکان لري چې دغه تاریخي کلا ونړېږي.
نوموړي وویل: «دا زموږ تاریخ او هویت دی، موږ چې څوک پېژني د همدې تاریخي ابدو او لرغونو سیمو له مخي مو پېژني؛ ځکه هغوی په دې پوهېږي چي په دې تاریخي سیمو کي څوک اوسېدل او څه یې کول، دا که له منځه لاړې شي موږ هیڅ یو او هر څه به مو د لاسه ورکړي وي.»
دغه راز، د غزني ښار یوه بل اوسېدونکي علي منصور پژواک ته وویل، وروستیو ورښتونو د لرغوني بالاحصار ډېرې برخې نړولې او ځينې نور یې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.
ده وویل: «هغه کورونه چې بالاحصار ته نږدې دي، خلک یې سخت په اندېښنه کې دي؛ ځکه کېدای شي دېوالونه یې د دوی په کورونو ولويږي.»
دوی او د غزني یو شمېر نور اوسېدونکي ټینګار کوي چې حکومت باید د دغه ولایت د تاریخي ابدو ساتنې او ترمیم ته جدي پاملرنه وکړي.
بل لورته د غزني سيمهييز مسوولین هم مني وايي چې وروستيو ورښتونو د بالا حصار په ګډون يو شمېر تاريخي ابدات زيانمن کړي.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رييس ملا حميدالله نثار پژواک ته وويل چې د وروستيو ورښتونو له امله د غزني تاريخي بالاحصار جنوبي دېوال اووه متره نړېدلی او دوه برجونه یې عثمان او ګروال هم زیانمن شوي دي.
د هغه په وینا، موضوع یې په مرکز کې له چارواکو سره شریکه کړې او د یونیسکو په ګډون یې له یو شمېر سازمانونو هم په دغه برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
هغه دا هم وویل، کله چې غزني په ٢٠١٣ کال کې د اسلامي هېوادونو له خوا په رسمي ډول د اسلامي نړۍ د فرهنګي پلازمېنې په توګه ثبت شو، هغه وخت د دغه ښار د تاریخي ابداتو د بیارغولو لپاره ډېرې مرستې وشوې خو پخوانیو چارواکو پرې ونه لګولې.
د لرغونپوهانو د معلوماتو له مخې، د غزني بالاحصار شاوخوا ۲۵۰۰ کاله لرغونتوب لري چې هره میاشت یې سلګونه کسان لیدلو ته ورځي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن