Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال‌اباد ښار کې یوه رغنیزه پروژه بشپړه شوه

جلال‌اباد (پژواک، ۱۸ غويی ۱۴۰۳): د ننګرهار ولايت مرکز جلال‌اباد ښار کې د شپږ اعشاريه ۹ ميليون افغانيو په لګښت د یوه فرعي سړک هوارولو او ویالو جوړېدو چارې بشپړې شوې.

مسوولين وايي، د دې پروژې لګښت د نړۍوال بانک له خوا ورکړل شوی دی.

د جلال‌اباد ښاروالۍ مرستيال مولوي مومن حميد نن (د غويي ۱۸مه) د دې پروژې د پرانیستې پر مهال وویل چې د شپږمې ناحیې په غرفو بازار سيمه کې د يوه فرعي سړک د هوارولو، ويالو او پلچکونو د جوړېدو چارې بشپړې شوې.

هغه زياته کړه، یاد سړک چې ۷۳۰ متره اوږدوالی او ۱۵ متره پلنوالی لري، په اوږدو کې يې ۱۳ پلچکونو او دواړو اړخونو ته کانکریټې ویالې هم لري.

د ښاروالۍ د مرستيال په وينا، پر دې پروژه ټولټال ۶،۹ میلیون افغانۍ لګول شوې چې د نړۍوال بانک له لوري ورکړل شوې دي.

هغه وويل: «د دغه شان پروژو د تطبیق موخه د افغانستان په کلیو او ښارونو کې د بېړنیو اولیه خدمتو وړاندې کول دي.»

د سيمې خلک هم د دې پروژې بشپړېدو ته خوښ دي.

د سیمې یوه اوسېدونکي نعيم خان د یاد سړک هوارېدو ته خوښي څرګنده کړه خو ټینګار يې وکړ چې ښاروالۍ دې دغه سړک په اساسي ډول جوړ کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.