کابل (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۳): د فوټبال نړۍوال فدراسیون (فیفا) لومړۍ رسمي درجهبندۍ کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د اسیا ملتونو جام سیالیو کې له ځلېدو او د ۲۰۲۴ کال نړۍوال جام ته له لارموندنې وروسته په نړۍ کې دېرشم ځای خپل کړی دی.
د فوټبال نړۍوال فدراسیون (فیفا) پرون (دوشنبه) ناوخته دغه درجهبندي اعلان کړې ده.
د دې درجهبندۍ له مخې، د برازیل، پرتګال، اسپانیا، ایران، ارجنټاین، مراکش، روسیې، قراقستان، ټایلنډ او فرانسې هېوادونو د فوټسال ملي ټیمونه له لومړي تر لسم مقام کې ځای لري.
په همدې حال کې د افغانستان فوټبال فدراسیون هم پر خپله فېسبوکپاڼه دغه خبر تایید کړی دی.
دغه فرراسیون لیکلي: «زموږ د هېواد د فوټسال لپاره ښه خبر، زموږ د فوټسال ملي ټیم په نړۍواله درجهبندۍ کې ۳۰ مقام ته ورسېد؛ دا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې زموږ د ګران هېواد د فوټسال ملي ټیم ماشاءالله تر دې کچې پرمختګ کړی دی.»
بلخوا، د یادې درجهبندۍ پر بنسټ، د افغانستان د فوټسال ملي ټیم د نړۍوال جام لوبو ته د بریالیو ۲۴ ټیمونو په ډله کې ۱۶ مقام لري.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د هېواد د فوټسال ملي ټیم په اسیا کې له دوولسم څخه اتم مقام ته پورته شوی و.
د یادولو ده، د افغانستان د فوټسال ملي ټیم د روانې غويي په ۹مه د قزاقستان ملي لوبډلې ته د پنځه پر درې ماتې ورکولو سره د لومړي ځل لپاره د فوټسال د ۲۰۲۴ کال نړۍوال جام ته لاره پیدا کړه.
ټاکل شوې چې دغه لوبې د روان ميلادي کال په سپټمبر کې د ازبکستان په کوربهتوب ترسره شي.
له دې مخکې د فوټسال ملي ټیمونو درجهبندي د فیفا له لوري ترسره کېده، دا لومړی ځل دی فیفا د نړۍ فوټسال ټیمونه درجهبندي کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP