Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فراه کې سلګونه کیلوګرامه نشه‌يي توکي کشف او ترلاسه شوي

فراه ښار (پژواک، ۱۸ غويی ۱۴۰۳): د فراه امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ۲۳۹ کیلوګرامه نشه‌يي توکي کشف او ترلاسه شوي دي.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې نن د فراه امنیې قوماندانۍ له لوري رسنیو ته استول شوې ده.

سرچینه وايي چې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو په تېرو څو ورځو کې د بکواه ولسوالۍ په بېلابېلو ځینو کې عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې ۲۳۹ کیلوګرامه بېلابېل ډول نشه‌يي او کیمیاوي توکي ترلاسه شوي دي.

د خبرپاڼې په حواله، په یادو توکو تریاک، اېف، تېزاب او نور داسې کیمیاوي مواد شامل وو چې د نشه‌یي توکو په جوړولو کې ترې استفاده کېږي.

سرچینه زیاتوي چې امنیتي ځواکونو ترلاسه کړي یاد نشه‌يي توکي په سیمه کې سوځولي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د یادو عملیاتو پر مهال درې کسان له ۴۸ کیلوګرامه تریاکو سره یوځای نیول شوي چې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.