Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې دوه نجونې اوبو کې د ډوبېدو له امله مړې شوې دي

کندهار (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۳): د کندهار امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې درې نجونې په اوبو کې ډوبې شوې چې دوو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوه یې ژغورل شوې ده.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشېد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ د ارغستان ولسوالۍ اړوند په پوچي کلي شوې ده.

هغه وویل چې یادې نجونې هغه مهال ډوبې شوې چې له یوه بند څخه یې اوبه وړلې.

جمشېد وویل چې په دغه پېښه کې دوو انجونو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوه یې د سیمې خلکو له لوري ژغورل شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.