ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسوولین: کونړ کې روغتیايي امکانات نفوس ته په کتو ډېر کم دي

مسوولین: کونړ کې روغتیايي امکانات نفوس ته په کتو ډېر کم دي

author avatar
7 May 2024 - 17:39
مسوولین: کونړ کې روغتیايي امکانات نفوس ته په کتو ډېر کم دي
author avatar
7 May 2024 - 17:39

اسعداباد (پژواک، ۱۸ غويی ۱۴۰۳): د کونړ د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت د وګړو شمېر څه باندې یو میلیون کسانو ته رسېږي، خو د وزارت له لوري ورته د شاوخوا نیم میلیون کسانو لپاره امکانات ورکول کېږي.

د کونړ د عامې روغتیا رییس قاري مظفر مخلص له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، د دغه ولایت نفوس ته په کتو اوسني ورکړل شوي امکانات ورته بسنه نه کوي او زیاتوي چې دې برخه کې لا ډېرو خدماتو ته اړتیا لري.

نوموړی وايي، د واکسین په موخه د شوې سروې پر بنسټ دغه ولایت کې د مېشتو وګړو شمېر یو میلیون او ۵۱۹ تنه ښودل شوی، خو د عامې روغتیا وزارت له لوري ورته د ۵۲۶ زره ۲۷۰ کسانو لپاره امکانات ورکول کېږي چې بسنه نه کوي.

هغه وویل: «مونږ ته د CSO یا د احصایي او معلوماتو ادارې د شمېرنې له مخې له مرکزه د روغتیایي خدماتو لپاره امکانات او حقوق راکول کېږي، په داسې حال کې چې د واکسین د سروې پر بنسټ زموږ نفوس ډېر ښودل شوی او دغه امکانات سمه بسنه نه کوي.»

نوموړي زیاته کړه، د عامې روغتیا له وزارت سره یې د نفوس ډېروالي موضوع شریکه کړې او ژمنه ورسره شوې چې په راتلونکي کې به د دغه ولایت نفوس ته په کتو ونډه ورکړل شي.

په همدې حال کې د کونړ یو شمېر اوسېدونکي وایي چې مرکزي حکومت ورته د پخوانيو سرشمېرنو پر اساس امتیاز ورکوي، په داسې حال کې اوس د پخوا په پرتله د دغه ولایت د وګړو شمېر ډېر شوی دی.

د اسعداباد ښار د دم‌ کلي یوه اوسېدونکي عبادلله سادات وویل: «زموږ ولایت ته په تېر او اوسني نظام دواړو کې د ډېرو زړو سرشمېرونو پر اساس حقوق ورکول کېږي، په داسې حال کې چې اوس دلته نفوس له یو میلیونه زیات دی.»

ورته مهال، دغه ولایت کې یو دیني عالم مولوي منیب‌الله افغان وايي، روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی د خلکو حق دی او مرکزي حکومت دې په دغه برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.

نوموړي وویل: «هېواد کې د جګړو له پای ته رسېدو سره کونړ ته له پاکستان او نورو هېوادونو څخه د افغان کورنیو راتګ ډېر شوی چې د دغه ولایت نفوس هم ورسره ډېر شوی، مرکزي حکومت باید د ورغتیا ترڅنګ په نورو برخو کې هم د خدماتو لپاره ونډه زیاته کړي.»

د کونړ د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د پنځلسو ولسوالیو له جملې یوازې دوې یې د ولسوالۍ په کچه روغتیايي مرکزونه لري.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.