ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

میدان‌وردګو کې د څلورو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې

میدان‌وردګو کې د څلورو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې

میدان‌ښار (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۳): د میدان‌‌وردګو د پوهنې ریاست وایي، د دغه ولایت مرکز او درېیو ولسوالیو په څلورو ښوونځیو کې د اتو میلیون افغانیو په لګښت د رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.

د میدان‌وردګو د پوهنې رییس مولوي محمدعثمان حریت پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه رغنیزې پروژې په میدان‌ښار، جلرېز، نرخ او مرکز بهسود ولسوالیو په څلورو ښوونځيو کې پیل شوې.

هغه وویل چې په یادو رغنیزو پروژو کې د ښوونځیو احاطوي دېوالونو او تشنابونو رغول او د څاګانو کېندل شامل دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، یادې پروژې د نړۍوال بانک په مالي مرسته او د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) په تخنیکي همکارۍ ترسره کېږي او چارې به یې په درېیو میاشتو کې بشپړې شي.

Views: 16

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.