ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې یو متشبث ځوانانو ته خطاب کې: همت وکړئ، حتماً بریالي کېږئ

جوزجان کې یو متشبث ځوانانو ته خطاب کې: همت وکړئ، حتماً بریالي کېږئ

author avatar
8 May 2024 - 19:14
جوزجان کې یو متشبث ځوانانو ته خطاب کې: همت وکړئ، حتماً بریالي کېږئ
author avatar
8 May 2024 - 19:14

شبرغان (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۳): یو جوزجانی ځوان چې د شاتو مچیو فارمونو کې یې له اته کاله کار کولو وروسته اوس په خپله پانګه د مچیو فارم جوړ کړی، له نورو بې‌کاره ځوانانو غواړي چې همت او کار وکړي، خامخا بریالي کېږي.

د جوزجان د مرکز شبرغان ښار یوه اوسېدونکي ٣٨ کلن حبيب‌الله په دې وروستيو کې د ۶۰۰ زره افغانيو په پانګونه د مچيو فارم جوړ کړى دى.

هغه چې د خپلې کورنۍ يوازېنی سرپرست دى او له اقتصادي ستونزو یې شکايت کاوه وايي: «ډېرې سختۍ مې تېرې کړې تر څو دغه ځای ته راورسېږم.»‎

د هغه په خبره، له تېرو اتو کلونو راهيسې يې په پاکستان او بلخ ولايت کې د مچيو ساتلو په څو فارمونو کې کار کړى او له خپل معاش څخه به یې د کورنۍ لګښتونو پوره کولو ترڅنګ یوه اندازه پیسې سپمولې، تر دې چې وتوانېد په دې وروستيو د مچيو د پالنې يو فارم جوړ کړي.

هغه چې دغه فارم يې د څه باندې ۶۰۰ زره افغانيو په لګښت جوړ کړى زياته کړه: «زموږ تولیدات په مياشت کې پنځه‌سوه کيلوګرامه شات دي، که ګل ډېر وي، نو توليدات مو تر دې هم ډېر وي، د يو کيلوګرام شاتو بيه اته سوه افغانۍ ده.»

هغه وايي چې د فارم ټولې چارې په خپله مخې ته وړي او د کاروبار وضعیت په ښه کېدو سره به نور کسان هم جذب کړي.

هغه نورو وزګارو ځوانانو ته په پيغام کې وويل: «هر څوک چې په هره برخه کې پوهېږي، د همت ملا دې وتړي او کار دې پیل کړي، له لږو یې دې پيل کړي، حتماً يو ځاى ته رسېږي او بريالى کېږي.»

د هغه په ​​باور، په هېواد کې پانګونه د کاري فرصت رامنځته کېدو ترڅنګ د هېواد د پرمختګ لامل هم کېږي او هر څوک چې په هېواد کې کار او پانګونه کوي، له باعزته ژونده هم برخمنېږي.‎

حبیب‌الله له خلکو وغوښتل څو کورني تولیدات وکاروي او له بهرنیو تولیداتو استفاده نه کوي، هغه له اسلامي امارته هم  وغوښتل چې د دغه ډول ځوانانو ملاتړ وکړي او د تولیداتو لپاره یې د بازارموندنې برخه کې پاملرنه وکړي.

په همدې حال کې، د جوزجان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د مالدارۍ او حیواني روغتیا خدماتو رييس ډاکټر سميع‌الله حکيمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د مچيو ساتلو دوه فارمونه موجود دي.

هغه زیاته کړه، جوزجان د شاتو د مچیو ساتلو فارمونو ‎ لپاره مناسب چاپېریال لري او دوی له هغو کسانو ملاتړ کوي چې په دغه ولایت کې د مچیو فارمونو جوړولو برخه کې‎ پانګونه کوي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.