Language

«اسلامي نظام کې به عدالت پر ټولو یو شان پلی کېږي»

کابل (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال وايي، ا.ا کې هیڅوک د چا حق نه شي خوړلی او که څوک د خپل حق تلف کېدو په اړه اندېښنه لري، کولای شي چې محاکمو ته مراجعه وکړي او هغوی په پوره استقلالیت خپل کار مخ ته وړي.

د ریاست‌الوزراء سیاسي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د هزاره قوم له سلګونو مشرانو، علماوو او ځوانانو سره په سپيدار ماڼۍ کې ولیدل.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دغه لیدنه کې د هزاره قوم څو مشرانو هر یوه ډاکټر جعفر مهدوي، اسدالله سعادتي، استاد محمد اکبري او محمداصف فروغ خبرې وکړې او په تېرو څه کم درېیو کلونو کې یې د اسلامي امارت د لاسته‌راوړنو او پرمختګونو ستاینه وکړه.

هغوی دغه راز له اسلامي نظام سره د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او غوښتنه یې وکړه چې د هزاره‌ګانو ستونزو ته دې پاملرنه وشي.

یادو مشرانو د خپلو حقوقي ستونزو او دوسیو د حل غوښتنه وکړه او ویې ویل چې دوی د اسلامي نظام پر عدالت باور لري.

هغوی وویل، افغانستان کې مذهبي او ژبني تعصبات، نفاق، قومي ټیکه‌داري او د قومونو جنګول ختم شوي او د یووالي او اتحاد لپاره کار کېږي.

خبرپاڼه کاږي، د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال په دغه لیدنه کې د هزاره قوم له مشرانو د مننې ترڅنګ وویل، په اسلامي نظام کې هر ډول تبعیض، تعصب او قوم‌پالنه ځای نه لري، بلکې اساس خلکو ته خدمت کول دي.

دی وايي، افغانستان او اسلامي نظام په ټولو افغانانو پورې اړوند دی او د اسلامي شریعت په رڼا کې به عدالت پر ټولو یو شان پلی کېږي.

هغه زیاته کړه، اسلامي امارت کې هیڅوک د چا حق نه شي خوړلی او که څوک د خپل حق تلف کېدو په اړه اندېښنه لري، کولای شي چې محاکمو ته مراجعه وکړي او محاکم په پوره استقلالیت سره خپل کار مخ ته وړي.

هغه زیاتوي، په افغانستان کې قومي، سمتي او ژبنی تعصب او نفاق ځای نه لري، بلکې ټول افغانان دې په ګډه د هېواد د ابادۍ، پرمختګ او رفاه لپاره کار وکړي.