مهترلام (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۳): د لغمان ځايي مسوولین وایي، نن د دغه ولایت په الیشنګ او بادپښ ولسوالیو کې د یو شمېر رغنیزو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د لغمان د والي ویاند عبدالمالک افغان نن (د غویي ۱۹مه) پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت په الیشنګ او بادپښ ولسوالیو کې د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ، د ۲۸۰ میلیون افغانیو په لګښت یو شمېر بنسټیزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د افغان په وینا: «په یادو پروژو کې ۵۷ کیلومتره نوي سړکونه جوړ شوي، ۳۷۰ کیلو متره سړکونه ترمیم شوي، څلور اعشاریه ۵ کیلومتره کوڅې پخې شوې، اووه اعشاریه ۵ زره متره محافظوي دېوالونه جوړ شوي او ۲۴۸ کیلومتره د کانالونو ترمیم او پاکارۍ چارې د یو کال په موده کې ترسره شوې دي.»
د لغمان د کلیو پراختیا رییس مولوي محمدظاهر زرکمر وايي چې له یادو پروژو څخه به شاوخوا ۱۵۰ زره کسان په مستقیم او غیرمستقیم ډول ګټه پورته کړي.
ورته مهال د یادو ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي د دغو پروژو له بشپړېدو خوښي څرګندوي.
د الیشنګ ولسوالۍ اړوند د بېغماباد سیمې اوسېدونکي محمدجاوید پژواک ته وویل، دوی په یوه غرنۍ سیمه کې ژوند کوي، پخوا یې سړک نه درلود او خوښ دی چې ورته له ولسوالۍ څخه تر کلي پورې نوی سړک را تېر شو.
بلخوا، د کاسکین سیمې اوسېدونکی عبدالرازق بیا له حکومته غواړي چې د نوو سړکونو لپاره د محافظوي دېوالونو ترڅنګ د پلچکونو جوړولو ته هم پاملرنه وشي؛ ځکه یاد سړکونه ډېری په غرونو کې تېر شوي او د پرلهپسې ورښتونو له امله ښایي ژر تخریب شي.
Views: 11
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن