ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغان او ازبکستاني سوداګرو ترمنځ ځینې هوکړې لاسلیک شوې

د افغان او ازبکستاني سوداګرو ترمنځ ځینې هوکړې لاسلیک شوې

author avatar
8 May 2024 - 11:55
د افغان او ازبکستاني سوداګرو ترمنځ ځینې هوکړې لاسلیک شوې
author avatar
8 May 2024 - 11:55

مزارشریف (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۳): د بلخ ځایي مسوولین وایي چې د یو شمېر افغان او ازبکستاني سوداګرو ترمنځ د سوداګرۍ، تولید او صنعت د پیاوړتیا په موخه یو شمېر هوکړې لاسیک شوې دي.

د بلخ ولایت مقام د رسنیو او معلوماتو مرکز په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ حیرتان بندر کې د بلخ د مرستیال والي نورالهادي ابوادریس په مشرۍ د یو شمېر بلخي او ازبکستاني سوداګرو ترمنځ ناسته وشوه.

سرچينه وایي، په دې ناسته کې د ازبکستاني پلاوي مشري د دغه هېواد د تولیدي شرکتونو عمومي مشر ملک‌اوف یرکین جان کوله او له دواړو خواوو ۳۰-۳۰ سوداګرو برخه اخیستې وه.

په دې ناسته کې مرستیال والي نورالهادي ابوادریس وویل، افغانستان او ازبکستان نږدې مثبتې اړیکې لري نو پر دې اساس د دواړو هېوادونو سوداګر باید په افغانستان کې پانګونه وکړي، خلکو ته کاري فرصتونه برابر او د تولیدي فابریکې جوړې کړي.

دغه راز، د ازبکستاني پلاوي مشر ملک‌اوف یرکين جان وویل چې د هېواد سوداګرو یې تل لېوالتیا ښودلې څو په افغانستان کې پانګونه وکړي او له دغه هېواد سره دې اقتصادي، سیاسي، ترانزیټي، سوداګریزې او صنعتي اړیکې پیاوړې وساتي.

د خبرپاڼې معلوماتو له مخې، په یاده ناسته کې ځینې هوکړې لاسليک شوې چې له مخې یې له افغانستانه ازبکستان او له ازبکستانه ځینو نورو هېوادونو ته قیر، ایزوګام، فرنېچر، غالۍ، ممیز، پنبه او د بخار دیګونه صادرېږي.

خبرپاڼه زیاتوي چې له ازبکستانه به افغانستان ته سمنټي نلونه، درمل، مصنوعي پنبه او پیاز وارد او ترڅنګ به یې په افغانستان کې د تار جوړولو فابریکه هم جوړه شي.

Views: 15

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.