کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۳): لغمان کې د څه باندې ۲۷۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۴۴ بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې بشپړې او دغهراز ميدانوردګو کې د اته میلیونه افغانيو په ارزښت د څلورو ښوونځيو د بیارغونې چارې پيل شوې.
د افغانستان د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د لغمان په علیشنګ او بادپښ ولسوالیو کې د څه باندې ۲۷۸ میلیون افغانیو په لګښت د ۲۴۴ بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې بشپړې شوې.
خبرپاڼه کاږي، یادې پروژې د ملګرو ملتونو د پروژهیي خدمتونو رسونې ادارې (UNOPS) په مالي مرسته د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام له لارې پلي شوې دي.
سرچینې زیاته کړې، دغو پروژو کې د سړکونو جوړول او ترمیم، د کانالونو جوړول او پاکول، د اوبو د ذخیرو پاکول او جوړول، د پلچکونو، پیاده رونو، کوڅو او استنادي دېوالونو جوړول شامل دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادو پروژو د کار په جریان کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او د دغو پروژو په بشپړېدو سره په اړوندو برخو کې د یادو ولسوالیو د اوسېدونکو ستونزې هوارې شوې.
د یو بل خبر له مخې، د افغانستان د پوهنې وزارت نن پرخپله اېکسپاڼه لیکلي چې د میدانوردګو ولایت پوهنې ریاست مشرتابه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یاد ولایت پر مرکز سربېره په نرخ او جلریز ولسوالیو کې د څلورو ښوونځیو د بیارغونې چارې پیل کړې.
سرچینې زیاته کړې، يادو پروژو کې د ښوونځيو د احاطوي دېوالونو جوړول، د پاکو اوبو د څاګانو کېندل او د اړینو ملحقاتو رغول شامل دي چې چارې یې د يو خيريه بنسټ له خوا د ۸ ميليونه افغانيو په لګښت ترسره کېږي.
د سرچینې په حواله، د میدان وردګو ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت د پوهنې په برخه کې د مرسته کوونکو بنسټونو له همکارۍ د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې د هېواد بچیانو ته به د زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي او د پوهنې برخې له کارکوونکو یې وغوښتل څو د تعلیمي پروګرامونو لاښه والي په موخه صادقانه ګامونه پورته کړي.