پلعلم (پژواک، ۲۰ غويی ۱۴۰۳): د لوګر سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت برهکيبرک ولسوالۍ په سجاوند سیمه کې یو ۲۵ کلن ځوان د اوبو یوه چکډیم ته لوېدلی او مړ شوی دی.
د لوګر امنیې قوماندانۍ ویاند احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه تېره ورځ هغه مهال شوې کله چې یو شمېر ځوانان د برهکيبرک ولسوالۍ د سجاوند چکډیم ته د لامبو وهلو او تفریح لپاره تللي وو.
نوموړي زیاته کړه، د محمدجاوېد په نوم یو ځوان په یاد چکډيم کې اوبو ډوب کړی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
هغه زیاته کړه، د برهکيبرک ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د یاد ځوان جسد تېره شپه شاوخوا ۹ بجې له اوبو راایستلی او د هغه کورنۍ ته یې سپارلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې حکومت په ټولو ولایتونو کې د اوبو چکډیمونو جوړولو پرېکړه کړې او ډېر يې جوړ شوي هم دي.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن