کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۳): د ریاستالوزرا اداري مرستیال وايي چې اسلامي امارت له ټولو امکاناتو سره د الکترونیکي حکومتولۍ پراختیا او بېلابېلو برخو کې له خوندي سافټویرونو د استفادې لپاره هلې ځلې کوي.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي تېره ورځ د «طوطي سبز» شرکت له رییس انجنیر برهانالدین او د دغه شرکت له یو شمېر کارکوونکو او د سافټویرونو له انجنیرانو سره ولیدل.
خبرپاڼه کې د یاد شرکت د رییس له قوله راغلي، په افغانستان کې په بېلابېلو، په ځانګړي ډول د سافټویرونو برخه کې ښه ظرفیتونه موجود دي او هغوی ته د زمینې برابرولو په صورت کې به هېوادوالو او د حکومت الکترونیکي سیسټم ته ښه خدمتونه برابر کړي.
نوموړي د بانکدارۍ او انلاین پېر او پلور برخو کې د دغه شرکت له لوري د جوړ شوو سافټویرونو یادونه او له دغو سافټویرونو ګټه اخیستنې ته د زمینې برابرېدو غوښتنه وکړه.
خبرپاڼه کاږي، په دې لیدنه کې د ریاستالوزراء اداري مرستیال وویل، اسلامي امارت له ټولو امکاناتو سره د الکترونیکي حکومتولۍ پراختیا او په بېلابېلو برخو کې له خوندي سافټویرونو د استفادې لپاره هلې ځلې کوي.
حنفي په بېلابېلو برخو کې د ځوانانو د لاستهراوړنو او کړنو د ستاینې ترڅنګ وویل، اسلامي امارت د دې ډول کړنو د ملاتړ او د ځوانانو مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه خپلې هڅې نه درېغوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن