Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د متحده عربي اماراتو له زندانونو د لسګونو افغانانو خوشي کولو پرېکړه شوه

کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۳): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي چې په متحده عربي اماراتو کې له یو شمېر زندانونو د ۴۲ بندي افغانانو د خلاصون پرېکړه وشوه.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري نن په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت په لارښوونه او همغږۍ په کوربه هېواد کې د افغانستان سفارت د پرله‌پسې هڅو په پایله کې یاد شمېر افغانان چې د دغه هېواد په بېلابېلو زندانونو کې بندیان دي، د اماراتو حکومت مشرتابه د عفوې له فرمانه برخمن شول.

خبرپاڼه کاږي چې یو شمېر کسان ازاد شوي او پاتې نور به په نږدې راتلونکي کې خوشي شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، اسلامي امارت ژمن دی چې د نړۍ په هر ګوټ کې د خپلو وګړو له احواله ځان باخبره وساتي او د هغوی د ستونزو هواري په موخه کوټلي ګامونه واخلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.