ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۳۵۸ زره ټنه توکي وارد، صادر او ترانزیټ شوي

تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۳۵۸ زره ټنه توکي وارد، صادر او ترانزیټ شوي

author avatar
9 May 2024 - 15:16
تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۳۵۸ زره ټنه توکي وارد، صادر او ترانزیټ شوي
author avatar
9 May 2024 - 15:16

کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۳): د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې تېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۳۵۲ زره ټنه توکي هېواد ته وارد او څه باندې ۵۹۰۰ ټنه نور صادر او ترانزیټ شوي دي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېره وري میاشت کې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۶۸ زره او ۹۳۶ ټنه، د اقینې اوسپنۍ پټلۍ له لارې ۳۹ زره او ۷۰۳ ټنه، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۲۹۰ ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۳ زره او ۱۱ ټنه توکي- چې ټولیز وزن یې ۳۵۲ زره او ۹۴۰ ټنه کېږي- هېواد ته وارد شوي دي.

سرچينه زياتوي، په تېره میاشت کې ۵۹۲۹ ټنه توکي له یادو لارو بهرنیو هېوادونو ته صادر او ترانزیټ شوي چې لویه برخه یې وچه مېوه، شوکاڼي او وریجې جوړوي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې ویاند عبدالسمیع دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، په وارد شوو توکو کې غنم، اوړه، حبوبات، تېل، ګاز، غوړي او نور شامل دي چې له قزاقستان، ازبکستان، ترکمنستان، روسیې او چین څخه وارد شوي دي.

د هغه په وينا، د صادر شوو توکو ډېره برخه ممیز او شوکاڼي دي چې روسیې، قزاقستان، ازبکستان، قرغیزستان او ترکیې ته صادر شوي دي.

د دراني د معلوماتو له مخې، په ترانزیټي توکو کې ډېره برخه یې وریجې دي چې د سوېلي اسیا له هېوادونو د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ترانزیټ شوې دي.

د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، هڅه کوي د توکو د لا ډېر لېږد رالېږد په موخه سوداګرو ته نورې اسانتیاوې برابرې کړي.

Views: 19

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.