پلعلم (پژواک، ۲۰ غويی ۱۴۰۳): د لوګر ولایت مربوطاتو کې د کابل - ګردېز پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او پنځه نور ټپیان دي.
د لوګر امنیې قوماندانۍ ویاند احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه پرون ناوخته د پلعلم ښار اړوند په الیاس خان سیمه کې د کابل - ګردېز پر عمومي لار د یوه ټېلر او وېټز موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
انس زیاته کړه، په پېښه کې د وېټز چلوونکی مړ شوی او د یوه ماشوم او دوو ښځو په ګډون پنځه نور کسان ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، د پېښې ټپيان د امنیتي ځواکونو په همکارۍ ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
د امنیې قوماندانۍ ویاند زیاتوي، دغه پېښه د چلوونکو بېاحتیاطۍ او ګړندي تګ له امله شوې ده.